د ملا محمد رسول مرستیال له طالبانو سره یو ځای شو

کابل ټکی کام ۲۱لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
په ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې د طالبانو څخه د جلا شوې مخالفې ۴ کسیزي ډلې د مشر ملا محمد رسول مرستیال ملا باز محمد د طالبانو له مشرتابه ملا اختر محمد منصور اخوند سره بیعت کړی دی.
خبر وايي چې ملا باز محمد تېره جمعه د فراه ولایت په ګلستان نومې ولسوالۍ کې د یوې غونډې پر مهال له ملا اختر محمد منصور اخوند سره خپل بیعت اعلان کړ.
خبر زیاتوي چې ملا بازمحمد د طالبانو د یوه لوړ پوړي مشر ملا عبدالقیوم ذاکر په منځګړیتوب له ملا اختر محمد منصور اخوند سره خپل بیعت وکړ.
خو لا هم، نه طالبانو او نه ملا باز محمد په دې اړه څه ویلي دي.


