(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی۲)
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې د ناټو له ځانګړي استازي سره لیدنه کړې.
حکمتیار له کورنيليوز زميرمن سره د راتلونکو ټاکنو په اړه خبرې کړې او له هغه یې غوښتي چې په راتلونکو ټولټاکنو کې د درغلیو مخه ونیسي.
پژواک خبري اژانس ویلي؛ حکمتیار د ټاکنو سربیره په یو لړ نورو موضوعاتو هم د ناټو له استازي سره خبرې کړې دي.
تر اوسه د دې کتنې نور جزئیات نه دي رسنیز شوي او حزب اسلامي هم په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی .
دا په داسې حال کې ده چې د هیواد په کچه د نوم لیکنې پروسه د ولسونو د نه لیوالتیا له امله له ستونزو سره مخ ده او حکمتیار ویلي چې ځینې کړۍ او یو شمیر سفارتونه د راتلونکو ټاکنو څخه د تیرو ټولټاکنو په څیر کار اخلي تر څو یې دځان پر لوري وڅرخوي.
حکمتیار له حکومت څخه غواړي چې راتلونکې ټاکنې په حوزوي شکل ترسره شي خو د ټاکنو کمیسیونو او حکومتي چارواکي یې نه مني.


















