(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی۲)
په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د هیواد په شمال او جنوبي برخو کې یو شمیر کلینیکونه له دې کبله په هوایي بریدونو کې په نښه شول چې ګواکې د وسلوالو طالبانو د ټپیانو درملنه یې کړې، تازه د بغلان والي ویلي چې طالبانو ته یې د دولتي روغتونو له پرسونل څخه د استفادې اجازه ورکړې.
د بغلان والي عبدالحي نعمتي تیره ورځ د سولې په نامه یوې غونډې ته وویل؛ د ولایت ټولو روغتیایي مراکزو ته مو امر کړی تر څو د طالبانو ناروغان تداوي او ښه چلند ورسره وکړي.
نعمتي داسې مهال طالبانو ته دا وړاندیز کوي چې د دې ولایت لوی اکثریت سیمې د طالبانو تر کنترول لاندې دي او پر مرکز هم د طالبانو سیوری پروت دی.
د والي خبرو هغه مهال د مجلس د ګډونوالو شکونه راوپارول کله چې د دې ولایت د استیناف د محکمې رئیس محمد حسن صديقي ګډونوالو ته په خپلو ویناوو کې وویل، چې اسلام پر درواغو بندېز لګولى، خو د سولې لپاره يې د اړتيا پر مهال ددروغو ويلو اجازه ورکړې ده.
د دې ولایت چارواکو له سیمیزو مشرانو وغوښتل چې په خپلو سیمو کې دې طالبان د سولې پروسې ته وهڅوي او له دې موقع څخه دې سالمه استفاده وکړي.
باید وویل شي چې دا لومړی ځل دی چې یو حکومتي چارواکی په زغرده د دولتي پرسونل څخه طالبانو ته د کاراخیستلو وړاندیز کوي.
تر دې وړاندې حکومتي چارواکو د هیواد په ګوټ ګوټ کې لسګونه مکاتب، روغتیایي مرکزونه او نورې رغنیزې پروژې د طالبانو د ملاتړ په تور لمنځه وړې.
چې وروستۍ بیلګه یې هم د تخار په درقد کې د خلکو له خوا د یو جوړ شوي پراخ ښارګوټي نړول او په پکتیکا کې د دریو کلینیکونو په نښه کیدل و، چې دولتي ځواکونو د طالبانو څخه د ملاتړ په توګه په نښه او له منځه یووړل.


















