(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۶)
د امریکا د سرپلټونکې ادارې (سیګار) مشر جانسپکو ویلي نړیوال نه پوهیږي چې له افغان حکومت سره د دوی شوې بسپنې کوم لوري ته تللې او ایا پر هغه څه لګیدلې چې نړیوال یې غواړي کنه.
سیګار ویلي؛ د خیالي دولتي چارواکو موجودیت او د حساب ورکونې په بهیر کې د رڼښت د نشتوالي له امله دغه پيسې د ورکېدو له خطر سره مخامخ دي.
سيگار زياته کړې؛ کله چې نړیوال بسپنه ورکونکي هیوادونه د افغانستان بيارغونې مالي صندوق ته پيسې ورکړي بيا نه (يو ایس اېد) او نه هم نړيوال بانک دا حساب ورکولى شي چې مرسته شوې پيسې چېرې لګیدلې او څنګه.
سیګار په خپل راپور کې د افغان حکومت په جوړښت کې پراخ فساد ته اشاره کړې او تر څنګ یې ویلي چې نړیوال څارونکي هم په مختلفو توطیو دا پیسې وهي.
سيگار د نړیوال بانک له خوا مرسته شویو ۱۰ میلیارد ډالرو ته اشاره کړې چې په خبره یې اوس یاد بانک نه شي کولی د دې پیسو شفافه حساب دهي ورکړي.
نړیوال بانک د سیګار له موندنو هرکلی کړی خو ویلي یې دي چې د دې بنسټ څیړنې په حقیقت نه دي ولاړې.

















