د لوګر د والي مرستيال وژل شوی او وياند يې ټپي دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۶) د لوګر ولايت د والي مرستيال په يوه وسله وال بريد کې وژل شوی او وياند يې ټپي دی.

سيمه ييزې سرچينې وايي، چې د والي پر مرستيال قمرالدين شکيب او وياند سليم صالح باندې د لوګر- کابل پر لويه لاره وسله وال بريد شوی دی.

پېښه د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

سيمه ييزو اورګانونو د خپلواکې ادارې ويانده منيره يوسف زاده په پېښه کې د والي د مرستيال وژل کېدل تاييدوي او په خبره يې چې په دې بريد کې د والي وياند سليم صالح سخت ټپي شوی دی.

د طالبانو سيمه ييزې سرچينې وايي، چې دغه بريد د وسله والو طالبانو له لوري ترسره شوی دی.

تر دې دمه د بريد مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی خو له تېرې ورځې راهيسي طالبانو د (الخندق) په نوم د پسرلنيو عملياتو له اعلان وروسته د هېواد په ګوټ ګوټ کې درنې جګړې پيل کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button