شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

د ثور ۷مه؛ د تورمخو کمونستانو توره کودتا

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اپریل 27, 2018
کټګوریانې: سرمقاله, مهم
0
381
ځلې شریک شوی
275
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سرلیکنه

د۱۳۵۷هـ ش کال د ثور۷مه د افغانستان په تاریخ کې یو تور باب دی چې تل به یې افغان مجاهد ولس په یاد ساتي. په هېواد کې د ټولو بدبختیو او وینو بهېدو پیل د همدې تورمخو کمونستانو لخوا د ثور په ۷مه وشو.

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

په افغانستان کې د بدبختیو ورځ له ۱۳۴۴هـ ش کال څخه پیل شوې ده، چې په همدې نېټه په مسکو کې څو تورمخو کمونستانو دیموکراټیک ګوند جوړ کړ او په افغانستان کې د نیولو، زنداني کولو او وژلو لړۍ پیل شوه.

داؤد خان پر کمونستانو او کمونستان پر داؤد خان بې باوره وو. د یو بل پر خلاف یې د له منځه وړلو هڅې پیل کړې. خو چې د کابل په زمان خان کلا کې د ۵۰۰ کسانو مړي وموندل شول، داود خان نور د خپل نظام کنټرول له لاسه ورکړ او په دې پوه شو چې کمونستي غړي یې نظام ړنګوي. که یې هر څو بیا کمونستان زنداني کړل، خو په افغانستان کې کمونستانو ځالې جوړې کړې وې.

کابل، له کودتا یوه ورځ وروسته
کابل، له کودتا یوه ورځ وروسته

کمونستانو ته له مسکوه په افغانستان کې د حالاتو د خرابولو قومانده ورکول کېده څو ولس له خپل ژونده تنګ کړي او د هر نظام راتلو ته هرکلی ووايي. همداسې یې وکړل.

 د نورو وژنو ترڅنګ د کمونستانو د کدر غړی میر علي اکبر خیبر ووژل شو.

کمونست میر اکبر خیبر په اصل کې د مسکو استخباراتي ادارې کې.جي.بي په کابل کې د روسي سفیر ابلوف په پلان وواژه، خو په وژنه یې دا ؤدخان تورن کړ. ځکه کمونستانو د خیبر له وژنې وروسته د ثور په پنځمه، په زندان کې، د ثور د ۷مې کرغېړنه کودتا پلان کړه.

میر اکبر خیبر
میر اکبر خیبر

د خیبر له جنازې وروسته کمونستانو ځانونه د کابل په ښار کې پټ کړل، خو د داود خان پولیس ورپسې کور په کور ګرځېدل. ۸ تنه کمونستي سرکښان یې زندان ته ولېږل؛ لومړی یې په خپلو نکټایانو لاسونه ورتړل، وروسته یې بیا زولانه او تر سختې څارنې لاندې ونیول.

داود خان له یوې خوا له حکومت څخه کمونستې غړي ویستل، او له بلې خوا یې خپلو پلویانو ته د کمونستې غړو د نیولو امر وکړ.

 په کابل او ولایاتو کې نظامي کمونستانو ته له زندانه د ۸ کمونست مشرانو لخوا د کودتا قومانده ورکړل شوه.

کمونستي غړو ویلي وو د ثور په ۷مه یې د کودتا پلان نه درلود، خو د داؤد خان لخوا نیولو یې پلان بدل کړ. چې خیبر ووژل شو، له جنازې وروسته د ثور په ۷مه د کودتا د پلان په اړه د هېواد مرکز او ولایاتو کې نظامي کمونستانوته دندې ورکړل شوې چې کودتا کامیابه کړي.

پخپله کمونستان وايي چې په زندان کې د کودتا تر پلان دمخه، د کمونست ګوند د دارالانشاء کمېټې مرکزي غړو نور محمد تره کي، ببرک کارمل، د کابل د څلومې زرهدارې  لیوا قوماندان نوراحمد نور او شاه ولي مشوره وکړه چې جنرال قادر به د هوايي ځواک په مشرۍ د هوا او نور احمد نور به د څلورمې زرهدارې لیوا له لیارې پر ارګ اور بل کړي، که چا مقاومت کاوه، وژنې به یې، او د داؤد خان په شمول ټول پلویان به زنداني کړي.

د کمونست ګوند په منځ کې روسانو په هغه وخت کې درز اچولی و، د خلق او پرچم په دوه ډلو یې وېشلي وو، چې په زندان کې یې هم د کودتا په پلان اختلاف سره درلود. په زندان کې د کمونست ګوند د سر غړو نور محمد تره کي، ببرک کارمل، نور احمد نور، ډاکټر شاه ولي، دستګیر پنجشیري، عبدالحکیم شرعي جوزجاني، بارق شفیعي، سلیمان لایق او حفیظ الله امین د ثور کودتا پلان کړه. خو اختلاف یې په دې ؤ چې کارمل ویل د کودتا د کامیابۍ په صورت کې به قادر په دري ژبه په راډیو کې د کمونست حکومت اعلامیه خپروي، خو تره کي ویل چې په پښتو به یې اسلم وطنجار وايي. خبره سره غوټه شوه چې دواړه دې یو د بل پسې ووايي. همداسې وشول؛ د هوا او ځمکې له لیارې پر داؤد خان د ورختلو قومانده ورکړل شوه او ارګ تر بمبار لاندې ونیول شو. راډیو د کمونستانو لاس ته ورغله، په دواړو ژبو د داود د رژیم د نسکورولو اعلاميې خپرې شوې.

داود خان په لومړي سر کې، چې پر ارګ هوايي او ځمکني ګزارونه پیل شول، د خپلې کورنۍ ۳۰ غړي له لاسه ورکړل. له هغه وروسته د داود خان پلویانو د کمونستي څلورمې زرهدارې لیوا د ګزارونو په ځواب کې د ۸۸ لیوا قوماندان خلیلي مقاومت وکړ، خو کمونستانو ارګ او ۸۸ لیوا دواړه د هوا او ځمکې له لارې بمبار کړل.

څه د کمونستانو کرغېړنې ارادې وې او څه د داؤد خان تېروتنې، چې په پایله کې یې د ثور د ۷مې توره کودتا رامنځته شوه او په افغانستان کې د وینو د بهېدو بنسټ تور مخو کمونستانو کېښود. دا نن چې په هېواد کې وینې بهېږي، په اصل کې د دې بنسټ کمونستانو ایښی دی.

دویمه ستره بدبختي دا ده چې همغه تورمخې کمونستان چې  د افغانستان عالمان، پوهان، ډاکټران، د علم، ادب او هنر خاوندان چې د کمونست ګوند غړیتوب یې نه مانه، ژوندي یې تر خاورو لاندی کړل؛ خو، بدبختانه، تر نن ورځې پورې همدا کمونستان د حکومت پر اهمو پوستونو پاتې شول. له کمونستي رژیم راوروسته، په ټولو نظامونو کې، په افسوس سره، پر ځای د دې چې د جنایاتو په مقابل کې کمونستانو ته سزاوې ورکړل شي، په اهمو پوستونو پاتې شول.

 په هره دوره کې پر اهمو پوستونو د کمونستانو په پاتې کېدو له مجاهد ملت سره جفا وشوه. د کمونست په نامه چې په حکومت کې په هره دنده پاتې شوی، دا له افغان مسلمان او مجاهد ملت سره جفا شوې ده:

زوروونکي دې په هر ځای کې ازار شي

غلامانو ته دې طوق د غاړې هار شي

کمونست دې ټول راټول کړي هدیرو ته

پر مزار د شهیدانو دې په دار شي

لوی ټکي: 7 ثورد ثور د ۷مې کودتاکمونستان
مخکینې مطلب

د ثور اوومه د وحشتونو او ناخوالو زيږنده ده!

بل مطلب

کمونیزم او ډیموکراسي؛ دوه نظریې یو راتلونکی

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com