لیکونکی: کریم الله جواد
په تیرو څلورو لسیزو کې د ټولو ظلمونو، تیریو، ورانیو په مادي او معنوي لحاظ د هیواد وروسته پاتې والې… ستر لامل د ثور د اوومې کرغیړنه کودتا ده.
د دغه ټولو ناخوالو اساس کمونېستانو ایښی دی، چې همدغه کمونېستان په غلامی کې داسې عیار شوي لکه پخواني بني اسرائیل، چې د هر چا غلامی ته تیار دي. دوی که پخوا د روسي يرغلګرو سره ولاړ وو، د دوی یرغل ته یې زمینه مساعده کړه، او دلته یې د روسانو یرغل ته مشروعیت ور کړ او د هغوی څخه یې هر اړخیز ملاتړ وکړ، او داسې جرایم یې سرته ور سول چې قلم یې د ليکلو عاجز دی.
همدغه کمونېستان(خلقیان او پرچميان) د روسانو د بشپړط ماتې ورورسته بيا هم توبه ګار نه شول، مګر د یو بل نرم مالک د پیدا کولو په تکل کې شول ترڅو هغوی ته پر هيواد د یرغل کولو لپاره زمینه سازي کړي، نو ځکه یې صلیبي یرغلګرو سره لاس يو کړ او د خپل ملت پر وړاندې یې د ناچیزه مادیاتو په مقابل کې جګړه شروع کړه، چې د یوه نیمې لسیزې څخه زیات د روانې هلاکوونکي جګړې اوږديدلو ستر لامل د یرغلګرو څخه د دوی هر اړخیز ملاتړثابت شوی دی.
په پای کې وایو چې: ورک او تباه د وي د پردیو لاسپوڅي او د هیواد خرڅوونکي.

















