تاته ولې شهید ووایو؟

نعمان لطیف
دشهید او شهادت دخطاب له شرعي بڼې که تېر شو او یواځې په عام عُرف شهید تفسیر کړو، د اردو عسکرو ته بیا هم شهید نه شو ویلی
عام عرف کې شهید هغه چاته ویل کیږي چې دوطن او وطنؤالو لپاره سرونه نذرانه کؤي؛ آیا د اردو عسکر دوطن او وطنؤالو لپاره سرونه نذرانه کوي که کرایه قاتلان دي؟
درځئ ړنا پرې واچؤو؛ دوطن په اړه باید ووایم دتازه شمېرنو په حواله د افغان په خاؤره د ۳۹ هېؤادونو ۲۱۱۴۶ وسله وال پوځیان مېشت دي. ددوی له جملې څخه یو هم له قانوني لارې نه دی راغلی
ددوی هر پوځي اجازه لري د افغانستان په هره برخه کې افغان ووژني او افغان حکومت حق هم نلري چې د ‘ولې’ او په ‘څه’ پوښتنه ترې وکړي. یعنې له قانوني جزاء هم مصؤن دي
دوهم گام کې دوطنؤالو ساتنه ده؛ جگړه ۱۷ کلنه شوه او دې دوران کې چې دغرب په توپونو او بمباریو څومره افغانان ؤژل شوي دي، په څه ناڅه وجهه افغان اردو په کې شریکه ده
یا به دبمبار کوردینات دوی ورکړي وي، یا به بدرگه ورسره تللي وي، یا به دعسکرو دټوپک ججورې پرې تشې شوي وي، یا به دوی ورته ؤلاړ او غربي پوځیانو وژلي وي
اسلامي شعائر بمبار شؤه، دخدای کتاب قرآن کریم پاڼې پاڼې شو، دخوږ پیغمبر له خوږو ملغلرو ډک کتابونه په مردکیو وویشتل شؤه، دمدارسو واړه حافظان په وینو رنگ شؤه او سپینې نبوي پگړۍ په سرو وینو ولړل شؤې خو د اردو عساکر چوپ چاپ ناست دي او په لس زره افغانیو یې ایمانونه او وجدانونهاڼه کړي دي
په وطن مو د۳۹ صلیبي هېؤادونو وسله والو پوځیانو یرغل راوړی دی، دگران وطن تمام سرحدات غیر محفوظ دي، سرحد ته څېرمه په مېشتو افغانانو هره ورځ توغندي ورېږې او تاسې له تمثیلي ټکاټوک او دزنده باد او مرده له نعرو هاخؤا بل هیڅ نشئ کولای او نه دکؤلو ؤاک لرئ، نو تاسې ته څنگه شهیدان ووایي؟
اوس دومره ښکرؤر شوي یاست چې په مدارسو بمبار وشي، سلگونه زده کؤنکي شهیدان شي، بمبار صلیبیان وکړي او په ویاړ سره یې پړه تاسې ومنئ
بیا گیله هم تاسې کوظ چې موږ دوطن او ولس ساتونکی یو خو ملا مو جنازه نه کوي، او ولس مو جنازې ته نه راځي. گرېؤان ته سر کښته کړه، پخپله قاضي شه او ځواب راکړه چې دوی په کوم زړه او سترگو ستاسو جنازې ته درشې؟
په ۱۷ کلن جنگ کې مو دوطن هدېرې په افغان ځوانانو دپنجابي په نوم ډکې کړې، ته وخدای دومره پښتانه به پنجاب وژلي وي لکه تا چې ووژل؟ دومره افغانان به انګرېز وژلي وي لکه تا چې د گور میلمانه کړه؟
دویاړونو په ښار کندهار کې مو دؤه ستر کلي لقمان کلا او جهانگیری پاکستان ته ورنکړ؟ تاسې په لومړیو کې دعوې کؤلې او ویل مو چې په اټک او جهلم به د افغانستان بیرغ رپؤم خو پخپل شعار کې درؤاغجن واست. لاره مو چپه کړه او د افغانانو په قصابې کې دومره مصروف شواست چې اټک او جهلم خو پاته دي په تورخم کې یې زموږ په خاوره دروازه جوړ کړه، ازغن تار یې دپښتنو په زړونو تیر کړ، کونړ یې په توغندیو غلبېل غلبېل کړ خو ته ژیړې سترگې ورته گورې او کله له خولې دا سرېندې هم وږغؤئ چې چېرې دی طالب چې پاکستان ته ځؤاب ووایي
ته دخپل ورور قاتل یې، ته دخپل کور ویرانؤنکی او دخپلې مور، خور، ورېندار او انا دپړونی غل یې
ته په لس زره کرایه شوی قاتل او اجرتي یې، ته چرسي او ته بنگي یې. تاته شهید ویل د وطنؤالو او وطن سره جفا ده.
اې دصلیبي پوځیانو لاس په نام غلامه! ستا حیثیت څه دی؟ وطن او وطنؤالو ته دې خیر او کارنامه څه ده چې شهید درته ووایي؟!



