کابل: شش درک کې غبرګو چاودنو درنه مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۰) نن سهار شاوخوا ۸ بجې د کابل ښار د نهمې ناحيې اړوند په شش درک سيمه کې د ملي امنیت پوستې ته نږدې درنه چاودنه وشوه، چې د ځايي سرچينو په وینا امنیتي ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.
د کابل د پوليسو وياند، حشمت ستانکزي، وویل چې دا يو سرتيری برید و چې د موټرسايکل په مرسته ترسره شوی دی.
له لومړۍ چاودنې نږدې ۲۰ دقیقې وروسته په ياده سيمه کې پر خبریالانو او ایمرجنسي مرسته کوونکو باندې دویمه چاودنه وشوه، چې د ناتایید شویو رپورټونو له قوله، د ۷ خبریالانو په ګډون ګڼ شمېر کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارت وايي، په دواړو چاودنو کې ۲۱ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي. خو د ښار د پوليسو وياند، حشمت ستانکزي، وايي چې ۲۵ کسان ووژل شول او تر ۴۵ زیات ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش، وايي چې لومړۍ چاودنه کې تلفات کم وو، خو دویمه چاودنه کې، چې د خبریالانو او ایمرجنسي کارکوونکو په منځ کې وشوه، تلفات پورته شول. د دانش په خبره، دویم بریدګر ځان خبریال ښوده او د خبریالانو په منځ کې یې چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.
داعش ډلې د یادو چاودنو پړه پر غاړه اخیستې ده او وايي چې په چاودنو کې یې ۱۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.



