کابل: وسلوالو غلو یو دکاندار په ۶۰۰ ډالرو پیسو پسې وژلی

 

(کابل ټکبی کام ۱۳۹۷ غویی ۹)

د کابل په شپږمه امنیتي حوزه کې ځایي مسؤلین وایي چې تیره ورځ ناوخته د جمعه خان په نامه د سیمې یو دکاندار چې له خپل کور څخه دکان ته پر لاره و، وسلوالو غلو یې مخه نیولې او برید یې پرې کړی.

د نوموړي ځوی وایی، پلار یې مازدیګر مهال له کور څخه خپل دکان ته د ورتګ په نیت ووت چې په لار کې ورباندې وسلوالو حمله کړې.
نوموړی وایي؛ پلار یې په چاقوګانو او برچو وهل شوی و، چې شفاخانې ته له رسیدلو سره سم یې ساه ورکړه.
نوموړی زیاتوي، له پلار سره مې په جیب کې ۶۰۰ ډالر و چې غلو ترې وړي او په خپله مخه تللي.
تر پیښې وروسته ګڼو خلکو په سیمه کې د حکومت پرضد شعارونه ورکړي او په اړوند سیمه کې میشت امنیتي ځواکونه یې په بې کفایتي تورن کړي.

د سیمې خلک وایي، حوزې ته مو مازدیګر وختي خبر ورکړ خو د جنایي والا آن د شپې پر ۸ بجو شفاخانې ته ورغلل.
معترضین وایی؛ دولت دې روښانهّ ځواب ورکړي که امنیت نه شي ساتلی چې مونږ د خپلو کورونو پر بامونو پیرې وکړو.
د مشرانو جرګې وکیلان وایي چې د سارندوی بلاک په نامه یوه سیمه ده چې هلته یوه میرمن په رڼا ورځ تښتول شوې او په بې رحمانه توګه وژل شوې.
ځایي خلک وایي چې په وروستیو څو میاشتو کې دیادې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې ۵ تنه ښاریان د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوي او بیا وژل شوي دي.
د مشرانو جرګې وکیل سناتور فرهاد سخي وایي، په کابل کې د غلا او تښتونو لړۍ خپل اوج ته رسیدلې او په ورځنۍ توګه ګڼې ورته پیښې تکراریږي چې حکومت یې په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button