کاپیسا: تګاب کې د چاپې عسکرو او طالبانو تر منځ نښته شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۰) د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په شمول د چاپې عسکرو سره د طالبانو نښته شوې چې دواړه غاړې يو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي.
دفاع وزارت وايي، په نوروزخيل، قيروزخيل، پشه ګان او ځينو نورو کليو کې يې په طالبانو عمليات کړي چې په ترڅ کې يې پنځويشت طالبان وژل شوي دي.
خو طالب ویندوی ذبيح الله مجاهد د حکومت دغه ادعا رد کړې او وايي چې طالبانو د چاپې له عسکرو سره جګړه کړې چې په ترڅ کې يې دوه امريکايي عسکر او درې کمانډو عسکر وژل شوي او ګڼ شمير نور ټپيان دي.
نوموړی وايي، په دې نښتوکې يواځې دوه تنه طالبان وژل شوي.
ځايي سرچينې وايي، د چاپې پر مهال د (پشه کړی) سيمه او د شيرخيلو په شيرن دوکانونو کې هوايي بریدونه شوي چې پر مهال يې پنځه ولسي وګړي وژل شوي دي.
د طالبانو لاسته د شپې دوربينونو او ليزري وسلو له لوېدو وروسته د ګډو ځواکونو چاپې د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ کېږي چې تر ډېره پکې عملياتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوړي خو هغوی د خپلې پاليسۍ له مخې ور اوښتي تلفات له رسنيو سره نه شريکوي.



