د ننګرهار ډاکټرانو کاربنديز اعلان کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۰) د ننګرهار د مرکز او ولسواليو ټولو ډاکټرانو د نا امنيو له کبله نن له سهار راهيسې کاربنديز اعلان کړ.
د جلال اباد ښار په ګډون په ټولو ولسواليو کې روغتيايي مرکزونه تړل شوي دي.
څو ورځې مخکې په ننګرهار کې لسګونو ډاکټرانو يوه اعتراضيه غونډه وکړه او په اخره کې يو پريکړه ليک صادر کړی او ګواښ يې کړی و چې د ثور تر لسمې يې بايد غوښتنې ومنل شي کنه دوی به په ټول ولايت کې کاربنديز اعلان کړي.
ډاکټران غوښتنه کوي چې د دوی د امنيت لپاره دې امنيتي کسان وګمارل شي، خپل سري وسله وال دې بې وسلې، ناثبت سيم کارتونه دې بند او دوی ته د ګواښ کوونکو کسانو محاکمه دې په ښکاره ډول وشي.
نن چې د ثور لسمه پوره کېږي د دغې ولايت ټولو ډاکټرانو په يوه خوله کاربنديز اعلان کړ او ويې ويل چې د دوی ضرب ټاکلی وخت پوره شوی خو حکومت يې په اړه لازم تدابير نه دي نيولي.
دوی وايي، د حکومتي چارواکو له لوري ورسره کړې ژمنې نه دي عملي شوي.
د ځايي سرچينو د خبر پر اساس په ټول ننګرهار کې يواځې په عامې روغتيا روغتون کې روغتيايي خدمتونه ترسره کېږي.
تر اوسه معلومه نه ده چې ډاکټران به دغه کاربنديز تر څومره مودې پورې وغځوي.
تر دې مخکې هم د ننګرهار ډاکټرانو د امنيت په برخه کې شکايتونه کړي او ورته ډول کاربنديزونه يې هم ترسره کړي خو د حکومت له لوري ورته ځانګړې پاملرنه نه ده شوې.



