روسي او دولتي الوتکو لسګونه ولسي وګړي وژلي

کابل ټکی کام ۲۲لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین
سوريه کې روسي او دولتي الوتکو يو وار بيا په بېلا بېلو سيمو بمباريو کې نږدې ۵۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
راپورونه وايي، چې روسي هوايي ځواک نن د حلب په څنډو کې ګڼ توغندي ويشتي دي، چې لسګونه ولسي وګړي يې وژلي دي.
بل لور ته دولتي الوتکو د دمشق شاوخوا بېلري بمونه غورځولي، چې د عيني شاهدانو په قول درنده مرګ ژوبله يې پېښه کړې ده.
د حلب ختيځ لور ته د سبزيو پر يوه بازار د روسيې په لسو بريدونو کې ۳۳ تنه ملکيان وژل شوي، چې ۱۵ يې کوچنيان دي.
همدا راز د حلب لويديځ لور ته د روسيې په درې نورو بریدونو ۱۳ تنه ملکيان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
همدا راز د حلب شمال او جنوب لور ته هم له بېګا راهيسې بمبمارۍ کېږي، چې د مرګ ژوبلې کره شمېره يې نه ده مالومه.



