(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۹) د طالبانو سيمه ييزې سرچينې وايي، د جوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ کې د داعش وسله الو فعال قومندان له خپلو لسو وسله والو سره طالبانو ته اوښتی دی.
طالبانو هم په يوې خبرپاڼې د لس داعشي وسله والو د تسلمېدو خبر ورکړی.
طالبانو کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼې کې ويلي، د حمزه په نوم د داعش ډلې يو تن قومندان له خپلو نهو ملګرو سره طالبانو ته تسليم شوی دی.
خبرپاڼه زياتوي، چې نوموړي قومندان له ځان سره پنځه موټرسیکلونه، نهه ميله وسلې او په زياته اندازه مهمات هم طالبانو ته سپارلي دي.
طالبانو ويلي، تېره ورځ د شيخ په نوم د داعش ډلې يو بل غړی هم ورتسليم شوی او هغوی ته يې خپله وسله او جنګي وسایل سپارلي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې يادو تسليم شويو داعش وسله والو ژمنه کړې چې له دې وروسته به د داعش ډلې سره هيڅ ډول اړيکې نه ساتي او له طالبانو سره به همکاري کوي.
د يادونې ده، چې تر دې مخکې هم په جوزجان، کنړ ننګرهار او نورستان ولايتونو کې د داعش لسګونه وسله وال طالبانو ته تسليم شوي دي.


















