بشري حقوق: تیرکال د کابل په پلچرخي زندان کې ۵۰ زندانیان مړه شوي دي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۹)

د بشري حقوقو خپلواک کمیسیون وایي؛ په زندانونو کې اوس هم د پخوا په څیر له بندیانو سره ناوړه چلند، د بشري حقوقو څخه سرغړونه، شکنجې او بندیانو ته د لازمو امکاناتو نشتون هغه ستونزې دي چې لا هم دوام لري .

کمیسیون وایي ، چې د دوی موندنې ښیي چې د تیرکال په ترڅ کې د پلچرخي په زندان کې ۴۶ بندیان د درملو د نشتون او سختو ناروغیو له امله مړه شوي ،۳ تنو ځانوژنه کړې او یو تن د زندانیانو په خپل منځي شخړه کې وژل شوی دی.
کمیسیون وایي، په هغو ساحو کې چې د دوی تر څار لاندې دي ۵۱۰ شکایتونه یې تثبیت کړي چې له بشري حقونو څخه په کې سرغړونه شوې.

د یاد کمیسیون مشرې سیماسمر رسنیو ته ویلي چې د دې راپور د چمتو کولو لپاره یې له نږدې ۱۰۰۰ کسانو سره چې له ډلې یې ۱۳۵ میرمنې او۱۳۶ زنداني ماشومان هم و، مرکې کړې.

کمیسیون زیاتوي، دوی ته ۳۲۹ بندیانو د بشري حقوقو له سرغړونې، ۱۵۴ له خپل نامعلوم برخلیک، ۱۴۵ تنو یې د عفوې او تخفیف له فرمان څخه د نه برخمن کیدو ، او ۱۴ تنو یې له سختې شکنجې څخه شکایت کړی دی.
دا زندان چې د ۷۰۰۰ بندیانو لپاره د اوسیدنې ظرفیت لري، اوس په کې تر ۱۰ زرو ډیر بندیان د بند شپې او ورځې سبا کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له تیرې ورځې راهيسې نږدې سل کسانو خپلې خولې ګنډلي او غوښتنه کوي چې تر هغو چې يې ستونزې نه وي حل شوي خپل اعتصاب ته به دوام ورکړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button