(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۹) د افغانستان د کرکټ بورډ وايي، راتلونکي مياشت به له بنګله ديش کرکټ ملي لوبډلې سره درې شل اوريزې نړيوالې لوبې وکړي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دا لوبې د هندوستان په دهرادون ښار د راجيوګاندي په نړيوال کرکټ لوبغالي کې د راتلونکې جون مياشتې په درېيمه، پنځه او اوومه نېټه ترسره کېږي.
د کرکټ بورډ عمومي رئيس عاطف مشعل خوښي څرګنده کړه چې د بنګله ديش په څېر د پياوړې لوبډلې کوربتوب کوي په خبره يې چې “افغانستان به له بشپړ چمتووالي سره د بنګله دیش پر وړاندې د لوبو ډګر ته ووځي.”
افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لا تر دې دمه د يادو سياليو لپار لوبډله نه ده اعلان کړې خو د کرکټ بورډ اجرائيه رئيس شفيق ستانکزی وايي، اوس مهال د نوولس کلنو او ملي لوبډلې لوبغاړي په هند کې په تمريناتو بوخت دي او د هغوی له ډلې به يوه پياوړې لوبډلې د بنګله ديش سياليو لپاره اعلانوي.
افغانستان دا مهال د ۲۰ اورنو لوبو په نړیوالې درجه بندۍ کې اتم او بنګلدیش لسم ځای لري.
د يادونې ده، چې افغانستان له بنګله ديش سره په ۲۰۱۴م کال کې يوه شل اوريزه لوبه کړې چې د بنګله ديش لوبډلې په بريا پای ته رسېدلې ده.


















