احتمالي نوماندان په جوزجان کې له خلکو تذکرې پیري خو په فاریاب کې یې په غیر قانوني توګه ویشي

د فاریاب له ولایت څخه د احمدضیا شیرزي په نامه احتمالي نوماند د ولسي جرګې پر غړې فوزیه رؤفي تور لګولی چې د ټاکنو کمیسیون درۍ کارکونکي یې په غیرقانوني توګه خپلې اړوندې سیمې ته بوولي او خپلو دوه سوو افرادو ته یې په غیرقانوني توګه څو څو تذکرې ویشلې دي.

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۹)

په داسې حال کې چې د نوم لیکنې پروسه په ټول هیواد کې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې ،راتلونکو ټاکنو ته د احتمالي نوماندانو د کامیابي چانس هم تر پراخو درغلیو تړل شوی دی.

د جوزجان ولایت ځایي خلک وایي چې احتمالي نوماندان له خلکو څخه د ۱۵۰ څخه تر ۱۰۰۰ افغانیو پورې ثبت شوې تذکرې اخلي او بیا هغو کورنيو ته چې تذکرې يې ورڅخه پېرلې، ژمنه ورکوي چې که د ټاکنو په ورځ خپله رايه دوی ته ورکړي، تر برياليتوب وروسته به هرې کورنۍ ته لس لس زره افغانۍ ورکړي.
مدني فعالان وایي چې احتمالي نوماندان، مخکې له دې چې د نوماندانو دنوم ليکنې پروسه پيل شي، جوماتونو او تکيه خانو ته ځي او خلکو ته د ډوډۍ او پيسو تر ورکړې وروسته له هغوی څخه غواړي چې رایه دوی ته ورکړي او په راتلونکې کې د مالي مرستې ژمنې هم ورکوي.
د جوزجان د ټاکنو ولایتي کمیسیون مشر امان الله حبیبي وایي چې د نوماندانو د انتخاب لړۍ د غبرګولي پر ۵ پیل کیږي او.په خبره یې چې له دې اوازو دوی هم خبر دي خو زیاتوي چې “که چا دا ډول اقدام کړی وي، دا يې په ګټه نه دی او د هغوی نوماندۍ ته به زيان ورسوي

د دې ولایت کابو ۲۷زره کسانو خپل نومونه ثبت کړي چې ۴۵سلنه يې ښځې جوړوي.
بل پلو په فاریاب ولایت کې د ولسي جرګې یوه غړې تورنه شوې چې په خپله سیمه کې په غیرقانوني توګه پر خپلو پلویانو تذکرې ویشي.
د فاریاب له ولایت څخه د احمدضیا شیرزي په نامه احتمالي نوماند د ولسي جرګې پر غړې فوزیه رؤفي تور لګولی چې د ټاکنو کمیسیون درۍ کارکونکي یې په غیرقانوني توګه خپلې اړوندې سیمې ته بوولي او خپلو دوه سوو افرادو ته یې په غیرقانوني توګه څو څو تذکرې ویشلې دي.
د فاریاب د نفوسو احوالو د ثبت مدیر انجنير نجيب الله هم مني چې دا پیښه شوې خو زیاتوي چې نوموړي یې مخه نیولې.
خو یاده وکیله وایي چې د نوموړې پلویان په یوجومات کې راټول شوي و، چې انتخاباتي کارمندان یې ورته راغوښتي خو په خبره یې چې نورو وکیلانو یې مخه ځکه نیولې چې ګواکې په راتلونکو ټاکنو کې بریالۍ نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په یوه نوي راپور کې چې ویسا ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله خپور کړی راغلي چې، امریکایي سفارت د جمهوري ریاست د احتمالي نوماندانو په مټ د ملي شورا په ټولو نوماندانو د تضمین په توګه ځینې فورمې ډکوي تر څو په راتلونکي کې د امریکا سره له شوي امنیتي تړون سره مخالفت ونه کړي.
امریکایي سفارت دې کسانو ته په ټاکنو کې د بریالیتوب سربیره د بشپړ ملاتړ ډاډ هم ورکوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button