بادغیس د ۵ قوماندانانو په مشرۍ ۱۳۰ کسه ملي او محلي پولیس طالبانو ته ورغلي
د ولایتي شورا په خبره ؛ تر دې دمه د یادې ولسوالۍ سلګونه ملي او محلي پولیس او همداراز د ملي اردو سرتیري له خپلو ټولو امکاناتو سره یوځای د طالبانو لیکو ته ورغلي او هغوی یې تود هرکلی کړی دی.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۰)
د بادغیس له ولایت څخه خبرونه وایي چې د دې ولایت د قادس ولسوالۍ اړوند د (قادس خردک) په سیمه کې د سیمیزو پولیسو ۵ قوماندانان له خپلو ټولو ځواکونو او پرسونل سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي.
تیره ورځ د بادغیس د ولايتي شورا رئيس عبدالعزيز بيګ ویلي و، چې د قادس ولسوالۍ مربوط د “قادس خوردَک” په سيمه کې د يوه قومندان په ګډون پنځلس پوليس طالبانو ته اوښتي دي او د نورو د تسلیمیدو امکان یې هم نه و، رد کړی.
راپور زیاتوي؛ تیره ورځ ناوخته د قومندان قطب الدین خان ، غلام فاروق،ملاعبدالغفور، قومندان عبدالسلام اوقومندان نورالدین خان په نومونو سیمیز قوماندانان له خپلو ۱۳۰ تنه مسلحو پولیسو اواربکیانو سره یوځای طالبانو ته ورغلي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي د پیښې پخلی کوي او زیاتوي
“تېره ورځ دهمدي ولسوالۍ د خردک دسیمي خلکو چې په ۲۵۰۰ کورنیو او۲۲ کلیو مشتمله پراخه سیمه ده داسلامي امارت دجلب اوجذب کمیسیون اوسیمه ایزو مجاهدینوپه ګډو هلو ځلو سره دحقایقوپه درک کولو له اسلامي امارت نه خپل بشپړ ملاتړاعلان کړ“
دا په داسې حال کې ده چې د دې ولسوالۍ ګڼې سیمې د وسلوالو طالبانو لاس ته لویدلې او د ولایتي شورا په خبره ؛ تر دې دمه د یادې ولسوالۍ سلګونه ملي او محلي پولیس او همداراز د ملي اردو سرتیري له خپلو ټولو امکاناتو سره یوځای د طالبانو لیکو ته ورغلي او هغوی یې تود هرکلی کړی دی.



