افغان او پاکستاني چارواکو د سوداګرۍ د حل په ستونزو خبرې کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۰) د افغانستان يو لوړپوړی پلاوی د سوداګرۍ ستونزو د حل په موخه اسلام اباد ته رسېدلی او له پاکستاني چارواکو سره يې په افغان ټرانزيټ، دوه اړخيزه تجارت او د سوداګرۍ پر وړاندې په پرتو ستونزو خبرې کړي دي.
په افغان پلاوي کې د تجارت د مرستيالې وزيرې کاملې صديقي په ګډون د ماليې وزارت د ګمرکونو او محصولاتو د چارو مرستيال نجيب وردګ او نور لوړپوړي چارواکي ګډون لري.
په اسلام اباد کې افغان سفير عمر زاخېلوال پرون ناوخته په خپله رسمي فسبوک پاڼه وليکل: “نن د افغانستان څخه د سوداګرۍ، مالیي او زراعت مرستیالانو او دافغانستان د سوداګرۍ د خونې د مشرتابه پلاوي په موجودیت کې چی اسلام آباد ته پر سوداګرۍ او ترانزیت رسمي خبرو ته راغلي د لر او بر سوداګرو سره په کتنه کې ددوه اړخیزه سوداګرۍ او ترانزیت پر وړاندې پر شته ستونزو او په روانو رسمي مذاکراتو خبرې او مشورې وشوې”.
د افغان سفير مرستيال زردشت شمس وايي، په ناسته کې د تجارت او سوداګرۍ په ټولو اړخونو خبرې وشوې او د ستونزو د حل لپاره يې لارې چارې وسنجول شوې.
شمس زياتوي، چې افغان پلاوي د خپل سفر پر مهال د پاکستان د ملي امنيت له سلاکار ناصرجنجوعه او د دغې هېواد د سوداګرۍ وزير پرويز ملک سره هم کتلي او هوکړه شوې چې دوه اړخيزه تجارت به له سياسته بیل او په دې برخه کې به له يوبل سره هر ډول همکاري کوي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د سياسي تاوتريخوالي په راپورته کېدو سره د دواړو هېوادونو سوداګر شکايت کوي چې په صادراتو او وارداتو کې يې ستونزې پيدا کېږي چې له کبله يې سوداګرو ته مالي زيانونه اوړي.



