شرار العلماء د جاکرتا په لور

آصف الله آصفي
رسول الله ص فرمایلي دي چې خیار الناس خیار العلماء، و شرار الناس شرار العلماء.
یعنی تر ټول غوره خلک غوره علماء دي او تر ټولو بد خلک بد علماء دي.
غوره علماء هغه دی چې تل د دیني او سیاسي مواقفو پر مهال د حق پر خوا ودریږي که څه هم د سر، مال، او اولاد خطر یې وي پکې، ځکه رسول الله ص فرمایي چې تاسي تر هغې مسلمانان نشئ جوړیدلاي چې زه درته له خپلو ځانونو، پلار او له ټولو اولادونو ګران نه شم.
تاریخ د دا ډول با عمله علماو څخه ډک دی، چې په خپل حقاني موقف کې یې له هیچا ویره نده کړې.
خو وخت وخت داسی علماء هم پیدا کيږي چې ځان په د دنیا په بې ارښته پیسو د حق په مقابل کې خرڅوي. ځکه خو الله تعالی فرمایلي دی چی ولا تشتروا بایات الله ثمنا قلیلا.
د اسلامي نړۍ په اسلامي هیوادونو د سیکولر او علمانی حکومتونو دربارونه ټول د همدغه ډول بدو علماو نه ډک دی، اسلام د سیکولرستانو په طبیعت څرخوي، هم ځان تیرباسی او هم کوښښ کوي چې الله تیر باسی او هم خلک، خو خدای تعالی فرمایلي دی چې یخدعون الله والذین آمنو و ما یخدعون الا انفسهم و ما یشعرون() دوی فکر کوی چي الله او مسلمانان تیرباسي خو په اصل کې خپل ځانونه تیرباسي او عقل نه لري.
اوس که سړی جاکارتا ته د تللیو عالمانو په اړه فکر وکړي، نو همدغه تر ټولو بد انسانان دي ځکه چې دوی جاکارتا ته هغې غونډې ته په ورتلوو راضي شول چې د یهودو او نصارواو ستر قوماندان په څرګنده اعلان وکړ چې د جارکارتا د عالمانو غونډه به د امریکایانو په خوا فیصله وکړي.
له دې ټول نړیوالو ته جوته شوه چې دغه غونډه د امریکا په سرمایه جوړه شوې کنه نو دغه امریکایی قومندان څنګه دا راز وړاندوینه کوي.
همدغه لامل و چې د طالبانو حقاني عالمانو درک کړه چې دا غونډه اصلا د سکولر حکومتونو د درباري عالمانو غونډه ده چې د اسلام په وړاندې د مقابلې په موخه ډیزاین شوې ده.
او غواړي چې د دې درباري عالمانو چې د رسول الله په وینا تر ټولو بد انسانان دي په واسطه عامه ذهنیت تیرباسي او خلک د حق د په مقابل کې دریدو ته اماده کړي، چې هیڅکله به په خپل دې منحوس حرکت کې بریالي نشی. بلکې برعکس خپل ځانونه به په خطر کې واچوي، چې هم په دنیا کې مخو توري او هم په آخرت کې د خدای د سزا مستحق وګرځي.



