لوګر میشتي ولسونه: که د عملیاتو پر مهال دولسي خلکو ژوند ته پام ونه شي،پرضد به یې پاڅون وکړو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۲)
د لوګر ولایت ولسونه او ځایی خلک وایی چې که د شپینیو چاپو او یاهم عملیاتو پر مهال ګډځواکونه د ولسي خلکو د سر او مال ساتنې ته پام ونه کړي، دوی به یې هم د وسلوالو په څیر پرضد پاڅون وکړي.
دوی زیاتوي چې د ګډو ځواکونو شپنیو چاپو د امنیت په ښه والي کې هېڅ مثبت بدلون نه دی راوستی، بلکې د دغو عملیاتو پر مهال یوازې ولسي خلک کړیدلي او درانه ځاني او مالي زیانونه ور اوښتي دي.
خلک وایي، د امنیتي ځواکونو عملیاتو د دې پرځای چې په ولسوالیو کې وسلوالې ډلې وځپي، جګړه د مرکز پل عالم تر پولو را رسولې او طالبان کولی شي هر مهال د ښار په منځ کې خپل اهداف په نښه کړي.
لوګري ولسونه د دې کار لامل د خلکو او دولتي ځواکونو تر منځ د همغږي نشتون ښیي چې په خبره یې، د امنیتي ځواکونو د کړنو له امله خلکو له دولت څخه فاصله نیولې.
خو د دې ولایت د امنیې قوماندان عصمت الله علیزی بیا شپینۍ چاپې د وسلوالو د ځپلو لپاره اغیزمنه لار بولي او زیاتوي چې دا لړۍ به لا پراخه کړي.
لوګري ولسونه داسې مهال دا ګواښ کوي چې د تیرې چهارشنبې په شپه د میدان وردګو په تنګي دره کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۴ ملکي کسان ووژل او د روانې اونۍ په لومړیو کې د لوګر د برکي برک ولسوالۍ د شاه مزار د شنې کلا په سیمه کې د شپنیو علمیاتو پر مهال د ملکي خلکو کورونه ویجاړ شوي او یو د تېلو پمپ هم سوځېدلی دی



