(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۳)
د غور ولایت ځایي چارواکي وایي چې طالبانو تیره شپه د شهرک ولسوالۍ د ‘اوشان‘ په نامه پراخه ستراتیژیکه نیولې.
د غور د امنیې قوماندان اقبال نظامي اریانانیوز ته ویلي؛ طالبانو یاده سیمه نن سهار وختي نیولې چې دواړو لوریو ته تلفات اوښتي.
د نظامي په خبره؛ د طالبانو په دې تعرضي برید کې یو پولیس وژل شوی او یو ټپي دی خو د طالبانو له تلفاتو خبر نه لري.
طالب ویاند قاري یوسف احمدې د یادې ستراتیژیکې سیمې د نیولو پخلی کوي او زیاتوي چې په دې برید کې یې ۲۵ عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې او تر څنګ یې ۷ ټانګونه ۲ رینجر ۱ کاماز ۵۰ موټرسائکلان ۱۳ میله سپکی اودرنې وسلې هم له دولتي ځواکونو څخه نیولې.














