(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۴)
د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالۍ په اړوند سیمو کې افغان او امریکایی ځواکونو عملیات پیل کړي چې په سیمه کې د طالبانو له مقاومت سره مخ شوي دي.
طالبانو ادعا کړې چې په دې عملیاتو کې یې یوه چورلکه ویشتلې او ګڼ شمیر ګډو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
بلخوا د دفاع وزارت د چورلکې سقوط مني خو زیاتوي چې چورلکه طالبانو نه ده ویشتلې او بیړنۍ ناسته یې کړې.
د دفاع وزارت ویاند محمدرادمنش وایی؛ چورلکې د تخنیکي ستونزو له امله دیخچال په سیمه کې بیړنۍ ناسته کړې او اور یې اخیستی دی.
رادمنش زیاتوي، ځواکونو یې له سقوط سره سم چورلکه له منځه وړې او پکې موجود عمله یې روغ رمټ د شوراب پوځي اډې ته رسولي دي.
سیمیزې سرچینې وایی؛ په سیمه کې اوس هم جګړه روانه ده خو د تلفاتو کره شمیر لا هم نه دی څرګند.


















