شاعر/ذکریا ذاکر
.
دګودر خوا کی سور په وینو یو سورشال دملالیو.
اوبه نشته په منګی کې وینې څاڅی له منګیو.
څــــو زلمــــی ددین لپـــــاره راوتلـــی پدې لاره.
څو زلمی په وینو رنګ دی څوزلمی لاړل زلمیو.
شهادت ته هوسیـــــږو شهادت زمـــونږ ارمان ده.
مونږ له خدای سره سودا کړو په دې خپلو ککریو.
درته دود دې شی جانانه ستا دې یو نظر کتو ته.
که دا خپل او که پردی دی ټول په شان دې سپیلنیو.
دمظلوم او دغریب په وینو خوله یی تکه سره ده.
پدې ښار کې دا ښار ډک ده له دې خرو او له دسپیو.
توند بادونه دی راالوتی تورې وریځې راخورې شوې.
په بهــــار یی پیرزو نــــدی سپیـــن ګلان د. پسرلیو.
هره ورځ مونږ وژل کیږو هره ورځ مونږه سوځیږو.
تک تورسوی دباروتو په لمبوکې دباروتو په لوګیو.
دا دنیــا دغمــــو کور دلتــــه غم پســـــې غمـــــونه .
اوس خو نه ترسترګوکیږی هیڅ یوڅرک دخوشحالیو.
بل په ځمکه کې سور اور ده ټوله ځمکه سره تبی ده
خدایه بله دنیا جوړه کړه چی ورشو په خوښیو.
دا دنیا فانی فانی ده دلته دوه ورزی ژوندون ده.
دلته لوبـــې ډیر ځوانان کــــوی ذاکره په ځوانیو .


















