(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۴)
نن سهار د سپیدار ماڼۍ واکمن او د ګډحکومت اجرایه رئیس د تذکرو پر کاپي د سټیکر لګولو موضوع ته سخت غبرګون وښوده او هغه یې تقلب ته لار جوړول وبلل.
هغه وویل؛ د سټيکرونو نښلول غیر عملي کار دی او په خبره یې چې څوک حق نه لري د ټاکنو پر کمیسیون خپلې غیر قانوني پریکړې ومني او نه به ددې کار اجازه ورکړي
د نوموړي تر دې وینا وروسته د ګلخانۍ ماڼۍ ویاند محمد هارون چخانسوري د داکتر عبدالله خبرې رد کړې او زیاته یې کړه چې دا وړاندیز خپله د اجرایه ریاست له خوا شوی و.
نوموړي وویل چې اجرایه ریاست دوی ته په یوه مکتوب کې لیکلي، چې پر تذکرو د سټیکر لګولو موضوع وارزوي که قانوني وه عملي دې شي.
چخانسوري زیاته کړه، داچې تقلب ته زمینه سازي په کې کیږي نو په کاغذي تذکرو کې دا هم شونې ده چې یو تن څو تذکرې په خپل نوم واخلي.
هغه د انتخاباتي کمیسیون د څلورو کمیشنرانو اعتراض ته په اشارې سره وویل چې ولسمشر کله هم په ځانګړې توګه د کمیسیون له کوم چارواکي سره غونډه نه ده کړې.
د ټاکنو کمیسیون څلورو چارواکو تیره ورځ په یوه اعتراض کې ویلي و چې ولسمشر او د ټاکنو کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد په پټه تصمیم نیولی څو د تذکرو پر کاپۍ سټیکر لګول قانوني کړي چې له همدې امله د دارالانشاء مشرې شهلاحق هم تیره ورځ استعفا ورکولو ته مجبوره شوه.
بل پلو تازه رابورونه داسې دي چې حکومت بر تذکرو د سټیکر لګولو بند کړي دي.















