دلوګر ځایي چارواکي: په څرخ کې د طالبانو دتیرې شپې برید کې د ملي اردو ۶ منسوبین وژل شوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۴)

د لوګر ولایت د امنیې قومندانۍ چارواکي وایي چې طالبانو تیره شپه د څرخ ولسوالۍ د اسماعیل خیلو سیمه کې د ملي اردو پر پوستو بریدونو کړي چې مرګ ژوبله هم له ځانه سره لري.
د دې ولایت د امنيې قوماندانۍ وياند شاه پور احمدزي رسنیو ته ویلي چې د طالبانو په دغه ډلییز برید کې د ملي اردو ۶ سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

نوموړي په ځوابي ډزو کې وسلوالو طالبانو ته هم د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې خو د کره شمیرې په اړه یې څه نه دي ویلي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دپیښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې ‏په دې برید کې یې د ملي اردو لس منسوبین وژلي، درۍ پوستې یې نیولې او د هغو ټول مهمات یې ترې نیولي دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button