پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

زما قبله.. زما اقصى

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مې 15, 2018
کټګوریانې: سرمقاله, مهم
0
159
ځلې شریک شوی
162
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

سرليکنه

پر مسلمانانو له اوږدې مودې کفري او له کفري هېوادونو سره يو شمېر ملاتړو هېوادونو جغرافيايي، مذهبي، کلتوري او هراړخيز تېری پیل کړی دی، چې وخت په وخت د مسلمانانو د جذبې له معلومولو کفري هېوادونه په يوه او بل نوم يو يو ګام پورته کوي.

امريکا له مسلمانانو سره د دښمنۍ په تاريخ کې تر ټولو سخت ګام د تېر زېږديز کال د دسمبر د مياشتې په شپږمه پورته کړ، ټرمپ اعلان وکړ چې امريکا بیت المقدس رسماً د اسرائیلود پلازمېنې په توګه ومانه.

 له هغه مخکې چې ټرمپ د امريکا جمهوري رياست ته کانديد ؤ او کمپاين یې پیلاوه، يو شمېر د نظر خاوندانو وړاندوینه کړې وه چې ټرمپ به د امريکا په واکمنانو کې د مسلمانانو پر خلاف تر ټولو سخت مخالف واکمن وي.

هغه وخت هم فکر کېده چې ټرمپ به د مسلمانانو لپاره نور خطرناک قدمونه پورته کوي، چې دا دی د تېر کال له اعلان سره سم یې په بيت المقدس کې د خپل سفارت د پرانستې اعلان وکړ. فلسطيني مسلمانانو یې پر خلاف غبرګون وښود، پراخه مظاهرې یې وکړې چې د ٥٥  کفن پر سر شهيدانو تر څنګ ٢٧٠٠ فلسطيني مظاهره کوونکي هم ژوبل شول.

راپورونه وايي چې په ټول فلسطين کې د امريکا د دې بې شرمانه اقدام پر خلاف، چې د مسلمانانو په لومړۍ قبله بيت المقدس کې امريکا د خپل سفارت پرانسته وکړه، د غبرګون په ښوولو مظاهرې وشوې، چې يواځې په غزه کې د اسرائيلو لخوا د ٥٥ شهيدانو علاوه نور ٥٢ فلسطينې مظاهره کوونکي شهيدان شوي دي.

د مسلمانانو ستر دښمنان امريکا او اسرائيل په بيت المقدس کې د امريکا د سفارت په پرانیسته خوښ شول. هغه  هېوادونه چې له امريکا سره د يارانې په تار تړلي دي هغوی پرې چوپه خوله پاتې شول. خو د نړۍ د ټولو اسلامي هېوادونو د مسلمانانو، چې بيت المقدس یې لومړۍ قبله وه، د امريکا په دې اقدام له زړونو وينې وڅڅېدې.

په بيت المقدس کې د امريکا د سفارت د پرانستنې په غبرګون کې د فلسطيني مسلمانانو شهادت او تر  ٢٧٠٠ پورې ژوبلېدل د فلسطين په تاريخ کې يوه لويه غميزه ده، چې د فلسطين په لارو او کوڅو کې د فلسطيني مسلمانانو وينې يو ځل بيا د خپلو حقوقو څخه په دفاع وبهېدې.

په بيت المقدس کې د امريکا د سفارت پرانسته يوه غميزه نه ده چې لومړۍ قبله مو امريکا د اسرائيلو پلازمېنه رسما ومنله، دا د مسلمانانو لپاره دوه غميزې دي، يوه دا چې د مسملمانانو پر لومړۍ قبله تېری وشو، دویم دا چې لومړى عربي او بيا د نړۍ يو شمېر اسلامي هېوادونه پرې چوپ پاتې شول. تر ټولو دا لويه غميزه ده چې عربي هېوادونه ولې پرې چوپ شول.

د نړۍ مسلمانان په بيت المقدس کې د امريکا د سفارت په پرانسته په دې اندېښمن شول چې لومړۍ قبله کې یې امريکا سفارت جوړ کړ. خو د عربو لپاره اندېښنه نه ده، د هغوی لپاره مرګ دى چې امريکا او اسرایيلو یې پر خاوره تېری وکړ، يرغل یې پرې وکړ، بيت المقدس یې ترې ونيو، کور یې ترې ونيو، دين یې ترې ونيو، ذهن یې ترې ونيو او آن هېواد یې ترې ونيو.

 بيت المقدس د مسلمانانو لومړۍ قبله ده، خو د عربو خاوره ده. لکه څرنګه چې افغانان د امريکا د تېري په مقابل کې له خپلې خاورې دفاع کوي، لومړې یې بايد عربي هېوادونو دفاع وکړي. پر عربي هېوادونو یې دفاع فرض ده. موږ به یې د اسلاميت او لومړۍ قبلې پر بنسټ دفاع کوو.

افسوس، افسوس او بيا هم افسوس، چې د مسلمانانو پر لومړۍ قبله دې يرغل کېږي، عرب او د نړۍ نور اسلامي هېوادونه دې چوپه خوله ناست وي.

 په افغانستان کې لومړی د کمونستانو پر خلاف  د عربي نړۍ علماء د جهاد فتوا اسلام ته د خطر پر بنسټ ورکړه. هغه يوه داخلي کودتا وه، د ارضي تماميت د له منځه وړلو مسئله هم پکې نه وه، روسانو خو بيا وروسته تېری وکړ. دا اوس د عربو او بيا د اسلامي نړۍ هغه علماء چې په افغانستان کې یې د جهاد فتوا ورکوله، د امريکا او اسرایيلو پر خلاف ولې د جهاد په فتوا کې چوپ او خولې یې ګڼدلې دي؟

آيا فلسطين د مسلمانانو خاوره نه ده؟ ايا اسرائيل بيت المقدس کې د پلازمېنې او د مسلمانانو د شهيدانولو جواز لري؟ ايا بيت المقدس يواځې د فلسطيني مسلمانانو لومړۍ قبله وه؟ ايا په بيت المقدس کې د امريکا سفارت پرانیستل يواځې د فلسطينيانو سپکاوى دى؟ او آيا نوره به  د کفارو په مقابل کې د جهاد د فتوا دروازې تړلې وي  چې د عربو او نړۍ علماء یې د امريکا او اسرائيلو پر خلاف نه ورکوي؟

په بيت المقدس کې د امريکا د سفارت پرانیسته د مسلمانانو لپاره يوه ستره غميزه او دردوونکې ورځ ده. امريکا د ټولې اسلامي نړۍ سپکاوی وکړ. د فلسطين په خاوره کې پر بيت المقدس تېری (د اسرئيلو په رسميت پېژندل) پر ټوله اسلامي نړۍ تېری دى.

 کاش چې په عربانو کې د عربيت تر څنګ افغانيت هم واى، بيا به یې د امريکا او اسرائيلو يرغل ته سرونه نه وو ټيټ کړي؛ د افغان باشهامته ولس په څېر به یې د خپلې خاورې دفاع کوله.

کاش چې د عربو د علماوو په زړونو کې پر افغانستان د روسانو د تېري پر مهال هغه جذبه پاتې واى، اوس به یې د امريکا او اسرئيلو پر خلاف د جهاد فتوا ورکړې واى.

اسرایيلو به هيڅ وخت فلسطيني مسلمانان نه واى شهيدان کړي او امريکا به په بيت المقدس کې د خپل سفارت پرانستلو جرأت نه واى کړی که په دې غميزه د نړۍ په هر ګوټ کې مسلمانانو دا غږ کړی واى چې ”زما قبله..  زما اقصى! “

مخکینې مطلب

فراه؛ حکومت باید څه وکړي؟/ خالد روان

بل مطلب

ترکیې اسرایلی سفیر له هیواده ایستلی خو اسرایلو یې په بیت المقدس کې د کونسلګرۍ مشر ورته اخراج کړی دی

ځانګړي مطالب

خبرونه

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

امریکا: له ایران سره د توافق لوی خنډ د مذهبي مشرانو رول دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ټرمپ له ایران سره د اوږدمهاله محاصرې لپاره د چمتووالي لارښوونه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له کندهاره اماراتو ته د الوچو لومړني صادرات پيل شول

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com