(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۹) د بلخ د طبيعي پېښو په وړاندې د چمتوالې ادارې مسئولين وايي، د دغه ولايت په څو ولسواليو کې د بارانونو د ورښت له کبله سيلابونه راوتلي چې له کبله يې خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
د يادې ادارې رئيس رحمت الله زاهد وايي، په خلم، شولګره، کيشنده، چمتال او زارغ ولسواليو کې سېلابونو څلور سوه کورونه ويجاړ کړي دي.
نوموړی وايي، د دغه سيلابونو په ترڅ کې نهه کسان وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي.
د خلم ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، تېره ورځ په ياده ولسوالۍ سيلاب ورغلی او درې کلي يې لاندې کړي چې نږدې دوه سوه کورونه يې په مکمله توګه ویجاړ کړي دي.
له تېرو څو ورځو راهيسې د بدخشان، سمنګان، بلخ، تخار او ځينو ولايتونو کې سيلابونه او طوفانونه راوتلي چې سلګونه کورونه يې ويجاړ کړي او لسګونه کلي يې د ويجاړيدو له ګواښ سره مخ کړي دي.
د سيلابونو ځپلي خلک وايي، چې تر اوسه د حکومت له لوري ورسره لازمه مرسته نه ده شوې















