یاسر افغان!
په افغانستان کې تر بل هر وخت جګړه تیزه شوې دجګړې ښکیلو اړخونو خپل جګړیز تکتیکونه بدل کړی دجګړې دواړو لورو نوې پسرلنۍ عملیات اعلان کړی طالبان چې اوس بېلابېل هیوادونه ورته دپوره قوت اویوه منظم حرکت په سترګه ګوری سږني پسرلنۍ عملیات یې دالخندق تر نامه لاندې اعلان کړی چې خورا له بېچلو اوخونړېو تکتیکونو سره مل دی ،
دګډ حکومت عسکرو هم له هیڅ تخنیک تکتیک شپینی چاپو بېرحمانه بمبارونو څخه دریغ نده کړی په ټول توان اوطاقت سره یې خپل زور اوبه کړی اولا یې اوبه کوی دګډ حکومت روزل شوې عسکر هرشپه په ګڼو ولایتونو کې دامریکایانو په ملاتړ اوملتیا لسګونه له وحشت اودهشت ډکی چاپي وهی هلته کورونه لوټی عام هیوادوال ښځې ماشومان په مرموز ډول په شهادت رسوی تر دې چې دبیګناه هیوادولو دروازي کورونه په بمونو الوزوي ،
له هرڅه سره سره په ټولیزه توګه له ناکامي اوشرموونکی شکست سره مواجه شوې بالمقابل دطالبانو تهاجمي تعروضي چرکي بریدونو کې تربل هروخت شدت راغلي ان دولایتونو تر مرکزونو په خورا اساني سره ځان رسولي شی اوښه په سکون اوطمینان سره خپل هدف ترلاسه کولي شي ،
دګډ حکومت دعسکرو سره له دومره وحشته چې په هیڅ ځای کې یې هیڅ دریغ نده کړی که هغه له مظلمو اسیرانو سره وی که په جګړه کې له نیول شوېو زخمیانو سره اوکه له عام اوبیګناه ولس سره خپل وحشت یې تر سره کړی ،
خوبالمقابل طالبانو دګډ حکومت له نیول شوې عسکرو دورور په شان چلند کوی تداوې پرې کوی په خوشی کولو کې یې ځنډ نکوی ،
تردې چې تیره ورځ دطالبانو له رسمی ادرس الاماره نه اعلامیه خپره شوه اوپه ډاګه پکی ویل شوې چې دګډحکومت ټول کارمندان که عسکر دی که پولیس که اربکیان دی که ملیان که چیری داشغالګرو له ملاتړه لاس واخلی مونږ ټولو ته عمومي عفوه کوو اودګډ حکومت عسکر باید لدې زرین پرسته ګټه پورته کړی
دګډ حکومت ټول منسوبین باید دطالبانو له زرین فرصت څخه ګټه پورته کړی نور د دین او هیواد له دښمنی نه لاس په سر شی اونور دپردېو دګټو لپاره قرباني نشی.
















