طالبانو پر خپلو ټولو پلویانو غږ کړی، چې د سیلاب ځپلو مرستې ته ور ودانګي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی)
طالبانو په هیواد کې په خپلو پلویانو ژغ کړی تر څو د وروستیو اورښتونو په نتیجه کې د سیلاب ځپلو کورنیو سره مالي او ځاني مرسته وکړي.
طالبانو ویلي؛ وروستیو سیلابونو د هیواد په کچه ولسونو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي چې دوی ورباندې خپله ژوره خواشیني څرګندوي او ځپل شویو کورنیو ته د تسلیت غوښتنه کوي.
د طالبانو اعلامیه کې راغلي “همداراز ټولو مجاهدینو ته لارښوونه کوو چې تر خپل واک لاندې ساحو کې له هغو خلکو سره چې د وروستیو سیلابونو له امله یې زیان لیدلی د مرستو په رسولو کې همکاري وکړي او هغوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي “
طالبانو له خیریه بنسټونو هم غوښتي چې له هغو کورنیو سره جې وروستیو اورښتونو ځپلې خپلې مرستې ونه سپموي.
طالبانو ویلي چې دوی به تر خپله وسه د ځپل شویو کورنیو همکاري ته رادانګي او دا چاره د ځان دنده بولي.



