فسطین د جرمونو له نړیوالې محکمې د اسراییلو د جرمونو په اړه د تحقیقاتو پیلولو غوښتنه کړې

فلسطین د جرمونو له نړیوالو محکمې (ICC) غوښتي چې د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې د اسراییلو د جرایمو په اړه سمدستي تحقیقات او پلټنې پیل کړي.

د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر، ریاض المالکي، نن سه شنبه د هالنډ په هاګ ښار کې د جرمونو د نړیوالې محکمې له څارنوالې فاتو بنسودا، سره تر لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل، فلسطیني دولت د فلسطین د خلکو لپاره د انصاف ترلاسه کولو په لار کې یو مهم او تاریخي قدم پورته کړ.

المالکي ویلي، له ICC یې غوښتي چې د فلسطین په خاوره کې د اسراییلو د غیرقانوني استوګنې او مېشتېدنې، د ځمکو د غصب، د کانونو د غیرقانوني استخراج او همداراز د اسراییلي ځواکونو له لوري د بې دفاع لاریونوالو د په نښه کولو په اړه پرته له ځنډه تحقیقات پیل کړي.

که څه هم اسراییل د جرمونو د نړیوالې محکمې غړی نه دی، خو یاده محکمه اسراییلي اتباع د جرمونو د ارتکاب له امله محاکمه کولای شي.

بل خوا، اسراییلو فلسطین له دې محکمې د سیاسي موخو لپاره پر کار اخیستلو تورن کړی او د جرمونو له نړیوالې محکمې یې غوښتي چې د فلسطین دا غوښتنه رد کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button