فراه: په هوايي ډګر توغنديز بريد کې پوځي چورلکه زیانمنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۳) د فراه ولايت په هوايي ډګر چې تازه پکې د افغان ځواکونو ترڅنګ بهرني پوځيان هم ميشت شوي د طالبانو له لوري توغنديز برید شوی او هغوی ته يې تلفات اړولي دي.

د فراه هوايي ډګر ته نږدې سرچينې وايي، نن سهار د هوايي ډګر په داخل کې څلور توغندي ولګېدل چې له لګېدو سره په هوايي ډګر کې اورونه ولګېدل او تر ډېر وخته ترې دودونه پورته کېدل.

د سرچينې په وينا، د توغنديو له لګېدلو وروسته له هوايي ډګر څخه الوتکې پورته شوې او په شاوخوا سيمو يې ګزمې وکړې.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی رسنيو ته يې په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، په بريد کې د بهرنيو پوځيانو يوه پوځي چورلکه تخريب شوې او هغوی ته درانه تلفات هم اوښتي دي.

په هوايي ډګر کې افغان امنيتي سرچينې بريد تاييدوي خو د اوښتو تلفاتو په اړه يې رسنيو ته له معلوماتو ورکولو ډډه کړې ده.

شاوخوا څلور ورځې مخکې هم د فراه په هوايي ډګر توغنديز برید شوی و چې د طالبانو په وينا په هغې بريد کې هم بهرنيو پوځيانو ته تلفات اوښتي و.

طالبان وخت ناوخت د هېواد په بيلابيلو سيمو کې د بهرنيانو په پوځي مرکزونو او هوايي ډګرونو توغنديز بريدونه کوي چې هغوی ته پکې تلفات اوړي خو بهرني ځواکونه يې د خپلې پاليسې له مخې مرګ ژوبله نه ښکاروي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button