د ارګ او انرژۍ وزیر شخړه ډاګيزه شوه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲)

وروسته تر هغه چې ولسمشر غني د اوبو او انرژۍ پر وزیر علي احمد عثماني باندې بهرنیو هیوادونو ته د رسمي سفرونو بندیز ولګاوو، تازه یې نوموړی په مزار کې د یوې پروژې له پرانیستې راګرځولی دی.

د ولسي جرګې غړی فرهاد مجیدي وایي؛ د اوبو او انرژۍ وزیر نن غوښتل بلخ ولایت ته د یوې پروژې د پرانیستې په موخه سفر وکړي، چې د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د هوایي ډګر د ساتونکو له خوا درول شوی دی.

پولیسو هغه ته ویلي چې د ارګ له خوا ورته حکم شوی چې عثماني ته په کور دننه او بهر ته د سفر اجازه ورنه کړي.

د ارګ او انرژۍ وزیر ستونزه څومیاشتې وړاندې هغه مهال زیاته شوه ، کله چې د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي له عثماني وغوښتل چې د نوموړي ورور له ځانه سره د سلاکار په توګه وټاکي، عثماني له هغه څخه د آزموینې غوښتنه کړې وه چې په غبرګون کې یې نوموړی د ارګ له فشار سره مخ او ګواښل شوی و، خو نوموړي د سلاکار څخه د آزموینې په غوښتلو ټینګار کاوه .

تر دې څو ورځې وروسته ارګ نوموړی ولسي جرګې ته د سلب صلاحیت په موخه ور وپیژانده تر څو یې په غیر مستقیم ډول له دندې ګوښه کړي .
نوموړي په ولسي جرګه کې د یادې قضیې د سپیناوي ترڅنګ وویل چې هیڅکله به فشارونو ته تسلیم نه شي او هیڅوک نه شي کولی د ده په وزارت کې په واسطو او شناخت سره کسان وګماري.

د یادونې وړ ده چې نوموړی له همدې کبله د ټاپي پروژې په پرانیسته کې هم له ګډون څخه منعه شوی و، او په ولایاتو کې د یاد وزارت د ګڼو پروژو پرانیستې ته د غني له خوا له بندیز سره مخ شوی و چې پر ځای یې د نوموړي مرستیال ګډون کاوو .

سرچینې وایي؛ اوس ارګ غواړي چې علي احمد عثماني دفشارونو سره مخ او د کوم پلان ترمخه یې له دندې ګوښه کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button