هند: د پوليسو او لاريون کوونکو تر منځ نښتو کې ۹۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۳) د هند په جنوب تاميل نادو ايالت کې د پوليسو او لاريون کوونکو تر منځ اخ و ډب او ډزو کې نوي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې، د تيرې سه شبنې په ورځ د تاميل نادو په ايالت کې سلګونه معرضانو په سيمه کې د مس د يوې کارخانې د بندولو لپاره لاريون وکړ چې وروسته په تاوتريخوالي بدل شو، اعتراض کوونکو پر پوليسو د ډبرو او کوتکو ګذارونه وکړل د هغوی موټرو ته يې اورونه ورته کړل چې په بدل کې يې پوليسو په هغوی ډزې وکړې.

د فرانسې خبري اژانس ليکي، د پوليسو په ډزو لس کسان وژل شوي او نږدې اتيا کسان نور سخت ټپيان دي.

دغه اعتراض کوونکي وايي، د Vedanta Resources په نوم د مس کارخانه دې بنده کړل شي ځکه چې يادې کارخانې د سيمې اوبه او هوا خراب کړي او د ماهيانو نيوونکو لپاره جدي ګواښ دی.

ايالتي حکومت د پوليسو له لوري په معترضينو د ډزو کولو د څېړنو امر کړی دی او ځايي سياستوالو هم په لاريونوالو ډزې کول غندلي او هغه د عامو خلکو ټولوژنه بللې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button