(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۴)
د فاریاب ولایت ځایي چارواکي وایي؛ چې د شیرین تګاب ولسوالۍ په ګریزیوان قشلاق سیمه کې د عباس په نامه یو مشهور قوماندان د محلي پولیسو د قوماندان حمزه پر ملګرو وسلوال برید کړی او وروسته طالبانو ته ورغلی دی .
نوموړي د حمزه قوماندان ۴ ملګري وژلي او درۍ تنه یې ټپیان کړي دي.
حمزه وایي، “ د پولیسو قوماندان داسې مهال راباندې برید وکړ چې مونږ د پوستو د پریښودلو په حال کې وـزمونږ زیات ملګري یې خالي سلاح کړل او په داسې حال کې چې ټانګ مې لګیدلی و ، هڅه مې وکړه چې هرڅو مره ژر د شیرین تګاب ولسوالۍ مرکز ته ځان ورسوم.“
طالب ویاند قاري یوسف احمدي د عباس د تسلیمیدلو پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې نوموړی د ۱۵ ملګرو سره یوځای د دوی لیکو ته ورغلی.
احمدي ویلي؛ عباس قوماندان ورته ۱ رینجر، ۱ پایه دهشکه، ۱ میل پیکا، ۲ قبضې راکټ، ۱ میل ګرینوف، ۲۵ میله کلاشینکوفونه يې له ډیرو مهماتو سره یوځای سپارلي دي.
په ورته وخت کې د کمانډو ځواکونو قوماندان نظام الدین قیصاري ګواښ کړی، که د شیرین تګاب ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولویده، دوی به د ولایت پر رهبرۍ برید وکړي او هغه به له منځه یوسي
بلخوا د خواجه سبزپوش ولسوال محمد هاشم بیګ وایي، چې د شېرين تګاب د ګورزاد په سيمه کې د وسله والو طالبانو له لوري د دوه امنيتي پوستو، يو مرکز او درې ټانګونو له نيولو وروسته يې په دغه سيمه کې ټولو امنيتي ځواکونو ته امر کړی چې پوستې پرېږدي او د ولسوالۍ په مرکز کې دې امنيتي کمربند جوړ کړي .
نوموړی وایي؛ امنيتي ځواکونه پرون د تپه قشلاق په سيمه کې د شا تګ پر مهال د طالبانو له يوه کمين سره مخ شوي، چې په پايله کې يې دوه ټانکونه او يو شمېر وسلې د طالبانو لاس ته ورغلې او ۳۰ تنه امنیتي ځواکونه تر اوسه نادرکه دي.
















