(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۴)
تیره ورځ مازدیګر مهال د بلخ د خُلم ولسوالۍ پولیسو څو تنه مشکوک کسان تر نیولو وروسته د مزار شریف ښار ته انتقالول چې د غیر مسؤله وسلوالو له کمین سره مخ شول.
ځایي خبریالان وایی؛ نښته د مزارشریف ښار د اوومې حوزې اړوند د ملي امنیت ریاست ته نږدې را منځته شوې.
د بلخ دامنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني رسنیو ته ويلي،پوليسو تېره شپه نهه تنه بنديان له خلم ولسوالۍ څخه مزار شريف ښار ته لېږدول چې د شپې شاوخوا لس بجې د مزار شريف ښار د هوايي ډګر په څلور لارې کې د نامسوولو وسله والو له کمېن سره مخ شول
د راپورونو په اساس د دې کمین په نتیجه کې د خلمُ ولسوالۍ مرستیال قومندان په ګډون دوه پولیس او یو زنداني وژل شوی او ۷ تنه بندیان په تیښته بریالي شوي دي.
















