د نجيب په اړه د خلقيانو ناچله او عجيبه منطق!

ليکوال: عبدالمتين غورځنګ
خلقيان وايي کله چې نجيب په دار ځړول کېده نو ملا عمررح، جنرال حميد ګل او د استخباراتي شبکې نور غړي هم راغلل او نجیب ته يې د ډيورنډ تړون خط د لاسليک لپاره وړاندې کړ. خو نجيب ورته وويل چې اول زما ورور ووژنئ! بيا يې درته کوم، ورور يې چې کله ووژل شو نو وې ويل چې اوس ما هم مړ کړئ! ځکه زه درته لاسليک نه کووم او ورور مې درباندې اول ځکه وواژه چې زما لاسليک ورته زده وو نو ما ويل هسې لاسليک درته وکړي.
پورته بې ځايه منطق له خلقيانو سره ځينې ناپوه ځوانان هم ځکه په پټو سترګو مني چې يا خو يې احساسات پر عقل قوي وي، او يا هم دومره ناپوه وي چې اصلا حق او باطل ورته مطرح نه وي.
خو زه شخصا د يوه مسلمان افغان په صفت پورتنی ناچله منطق په کلکه ردووم، ځکه اول خو د پاکستان استخبارات بیخي د نجيب د مرګ پر وخت په افغانستان کې موجود نه وو، او که موجود وو نو بيا خلقيانو ته دا راز چا ووايه؟ هلته خو به يوازې طالبان او د دوی په اصطلاح د پاکستان استخبارات وو!
دويم دا چې د نجيب د اعدام په وخت ولې د ډيورنډ تړون لاسليک غوښتنه له نجيبه کېدله؟ په داسې حال کې چې په دغه وخت کې نجيب نه ريس جمهور وو، نه د کومې سيمې واک ورسره وو، بلکې د ځان واک هم ورسره نه وو او د يوه مجرم او افغانانو د قاتل په حيث شرعي محکمې ته وړاندې شوی و!!!.
دريم دا چې که چېرې په همدغه وخت کې د ډيورنډ تړون د لاسليک غوښتنه پاکستان کولی نو باید له طالبانو یې کړې وای ځکه چې د هېواد ۹۵ سلنه خاوره ورسره وه.
څلورم دا چې که چېرته نجيب ريښتيا له هېواد سره مينه درلودلای نو افغان ولس يې په وړاندې ولې پاڅن کولو؟
پنځم دا چې که چېرته نجيب په افغان ولس ترحم درلودای نو والله که يې زرګونه هېوادوال يا شهيدان کړي او يا يې ژوندي خښ کړي وای!!!!!
شپږم دا چې د نجيب کومې خبرې په ويډيو کې اوړي رااوړي، په دې وخت کې روسان مجبور وو چې افغانستان کې د خپلو يرغليزو موخو د بقا او تداوم لپاره يو تمثيلي شخص پيدا کړي تر څو افغان ملت په جعلي خبرو وغولوي، چې د دې کار وړتيا نجيب تر ټولو ښه لرله.
نو بايد لږ پوه شو، اسلامي احساس ځان کې پيدا کړو، لږ پخپل ګرېوان کې سر ښکته کړو او په دې اړه سوچ وکړو چې ولې غربيان له زرګونو ميله لرې ځايه زموږ په هېواد د ناروا يرغل تر څنګ زموږ په اذهانو کې غلط افکار پيچکاري کوي، په داسې حال کې چې الله ج په قرآن کې کافرانو ته د حيواناتو او ځناورو خطاب کوي بلکې له حيواناتو يې هم بدتر بولي. نو راځئ! په دې اړه فکر وکړو: کله چې کافران ځناور او له هغوی بدتر وي نو هغه څوک چې د همدې ځناورو هره خبر، مفکوره، تقليد او هر څه ښه په اخلاص مني او قبلوي يې! نو دا خلک به د الله ج په نزد څنګه حيثيت لري؟ ايا الله ج به یې د انسانانو او بيا د مسلمانانو په صف کې وشمېري؟ او يا هم ژوند به يې الله ج ته قبول وي؟
نه هيڅکله نه!!



