آيا بې مسيره انتخابات به ترسره شي؟

سرليکنه
د انتخاباتو کميسيون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره د راتلونکي تلې د میاشتې ۲۸مه نېټه ټاکلې ده، او د څه باندې يوې مياشتې راهيسې یې په نوم ليکنه پیل کړی دى، چې، د ياد کميسيون د اټکل له مخې، څلورمه برخه خلکو هم خپل نومونه انتخاباتو ته نه دي ثبت کړي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر، پیري میاودون، د انتخاباتو پر روانې پروسې نيوکه کړې، ويلي یې دي چې د انتخاباتو روان بهير په ناسم مسير روان دی او هغه موخه چې موږ ورته په کافي اندازه مالي لګښتونه برابر کړي دي د يوې مياشتې په تېرېدو سره کافي نوم ليکنه ونه شوه.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر په ښکاره ډول د نيوکې په دوران کې وويل، د انتخاباتو روان بهیر د منلو وړ نه دی او په دې ډول کړکېچن بهير سره د ډاډ وړ انتخابات او ښې پايلې نه شي ترلاسه کېداى.

لومړی د انتخاباتو لپاره د پېژندپانو په مرکزونو کې مرګونې چاودنې او وروسته له هغه په يو شمېر سيمو او ولاياتو کې د نوم ليکنې پر مرکزونو بريدونو، چې امنيتي پوليسو یې امنيت ونه شو ساتلاى، انتخابات د افغان ولس او اروپايي ټولنې په وړاندې بې باوره کړل. ځکه خو د افغانستان پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه هم د اروپايي تولنې اندېښنې مني، او زياتوي چې په دې وروستیو کې د دغې پروسې پر وړاندې پر ستونزو سیاسي ناندرۍ هم اضافه شوې دي.
د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره د انتخاباتو روانه ټکنۍ نوم ليکنه باندې په حکومت کې زياتې ناندرې روانې دي، خو تراوسه پورې یې په ناکامو هلو ځلو د اروپايي ټولنې ډاډ نه دی ترلاسه کړی.
د اروپايي ټولنې سفير، پیري میاودون، په خبري کنفرانس کې دا هم ويلي چې ناندرييز او ټکني انتخابات به هغه پايلې ولري د کومو چې موږ بيا هيڅ وخت منلو ته تيار نه يو. ياد سفير زياتوي چې دا ټولې ستونزې د سراسري او شفافو انتخاباتو پر وړاندې د پیاوړې او باوري ارادې نه موجودیت په ډاګه کوي.
په ياد خبري کنفرانس کې د اروپايي ټولنې لخوا په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره د راروانو انتخاباتو پر وړاندې کمزوری ظرفیت، په انتخاباتي کمېسیونونو کې تش بستونه، په نوم ليکنه کې د خلکو کمه برخه اخیستنه او کم لاسرسی هغه څه دي چې د انتخاباتو بهیر یې له ننګونو سره مخ کړی دى.

د انتخاباتو کميسيون په خپل ټول کوښښ سره ونه کړای شول چې د اروپايي ټولنې د سفیر وينا ته پرتوګ ورواغوندي، او دهغه وينا په بل ډول توجیه کړي. خو پیري میاودون چې د انتخاباتو کمېسيون ته سپينه ويلې (دا بهير په سم مسير نه دى روان) د انتخاباتو له کميسيون او ولسې جرګې یې لار ورکه کړې ده، چې دمخه یې د دې انتخاباتو له درکه شخصي خيالي بودجه پوره کړې ده.
د پېژندپاڼو په څېر د ولسي جرګې او ولسواليو لپاره نوم ليکنه په ناندریو او اختلافاتو پیل شوه، ځکه خو یې بهير ناسم، او هغه څه چې د ټاکنو او نوم ليکنې لپاره اړين دي، ترسره نه شول.
روان وضعيت او ناامني، په نوم ليکنه کې د خلکو کمه برخه اخیستنه، د اختلافاتو له امله د انتخاباتو د کمېسيون خپل مسئوليت نه ترسره کول، او نور داسې فکتورونه شته چې تراوسه پورې یې په اړه هيڅ نه دي شوي. ځکه خو د روانو انتخاباتو په اړه د اروپايي ټولنې سفير خپله اندېښنه دمخه په ډاګه کړه او د انتخاباتو کمېسيون ته یې د هغوی اختلافات او ستونزې په ډاګه کړې.
که د اروپايي ټولنې په پراخو مالي لګښتونو حکومت د ولسي جرګې او ولسواليو انتخابات وکړي، دا به هم د حکومت د واک پر سر په څېر انتخابات وي، چې بيا به هم د ولس د رايو په نه درناوي کوم امريکايي مشاور يا چارواکی پرېکړه کوي.
تر اروپايي ټولنې دمخه په داخل کې هم د انتخاباتو پر روان بهير نيوکې شوې دي چې بې مسيره انتخابات به هيڅکله هغه پايلې ونه لري کومو ته چې کميسيون انتظار باسي. ځکه، د نړيوالو راپورونو په اساس، تر شپېته سلنه خاوره د حکومت له کنټروله وتلې، او په هغو سيمو کې چې حکومت یې د کنټرول دعوه کوي، هلته هم د اټکل په باور نوم ليکنه ونه شوه، ځکه خو راتلونکي انتخابات بې مسيره او بې باوره وبلل شول.



