امریکا به حتماً یوه ورځ بښنه غواړي!/ خالد روان

د امریکا په تاریخ کې د افغانستان روانه جگړه تر ټولو اوږده جگړه ده، چې د عامو امریکایانو په ملا ماتوونکيو مالیو روانه ده. امریکا، ناټو، نړیوالو مرستندویانو، افغان حکومت او له نیمايي ډېرې نړۍ د افغانستان په جگړه کې برخه واخیسته؛ خو بیا هم د دغه خونړۍ جگړې د پای هېڅ درک نه معلومېږي. د هرې ورځې په تېرېدو سره دغه جگړه نوره هم خونړۍ کېږي، نوې ډلې راپیدا کېږي، چاودنې، بمباري، چاپې او هر ساعت د یوه افغان په کور د ویر ټغر خپور وي.
د روژې په مبارکه میاشت کې امریکا، ناټو او افغان حکومت خپلو بمباریو ته زور ورکړی. داسې شپه نه وي، چې د هېواد یوه سیمه له خاورو سره برابره شوي نه وي. د هلمند موسی کلا د ټول بازار بمباري یې یوه وړه بېلگه ده، ننگرهار او ټول افغانستان د امریکا تر بمبار لاندې دی. خو یوه وړه سیمه یې هم له طالبانو پاکه نه شوه کړای، بلکې طالبان د هرې په تېرېدو ولایتونه سقوط ته نږدې کوي او د ولسوالیو نیول خو اوس ورته عادي شوي دي.
په دغو بمباریو کې یوازې ملکیان شهیدان کېږي. د ملکیانو کورونه، دوکانونه، استوگنځایونه او بالاخره له ژونده په کې محرومېږي. حکومت او امریکا ملکیان هم د طالبانو په نوم په خلکو ومني؛ خو که د هرې بمبارۍ کره او بې پرې څېړنه وشي، نو د کندوز د دشت ارچي د پېښې په شان به ټولې نړۍ ته ښکاره شي، چې دغه جگړه یوازې د اسلام او د افغانانو د وژنې په نامه روانه ده؛ خو تروریستي امریکا دغه جگړه د تروریستانو(!) د ځپلو په نامه پیل کړې. امریکا د خپلې ماتې غچ له هر افغان اخلي او امریکا ته مهمه نه ده، چې دغه افغان په کوم ځای کې وژل کېږي.
امریکا د دې پر ځای چې د خپلو ځواکونو په ویستلو فکر وکړي او یا یې د ویستلو نېټه اعلان کړي د افغانستان د جگړې د گرمولو لهپاره نوې ځواکونه او نوې جنرالان رالېږي، چې تازه یې جنرال سکاټ مېلر په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو نوی قومندان ټاکلی دی.
خو امریکا له دې وړاندې نهه مهم امریکايي جنرالان د افغانستان په جگړه کې ازمايلي دي؛ خو یې هم مثبته پایله نه ده ورکړې؛ بلکې د هر نوې جنرال په راتگ سره حالات ورځې تر بلې خرابېږي او خلک له دولته واټن نیسي او طالبانو ته ځي.
د افغانستان د جگړې اوسني حقایق دادي، چې امریکا په بشپړه په توگه ماتې خوړلې او د خپلې ماتې د پټولو لهپاره وخت ناوخت نوې جنرالان لربر کوي؛ خو په جگړه کې د شوي بري په اړه هېڅ نه وايي، بلکې خپلې ناکامۍ د نویو جنرالانو په گمارلو پټوي.
امریکا او ناټو څلور کاله وړاندې په افغانستان کې نږدې ۲سوه زره پوځیان لرل؛ خو بیا هم د روانې جگړې گټونکي نه شول، بلکې خپله ماتې «افغان ځواکونو ته د مسوولیت سپارلو» په نامه پټه کړه او خپلې پښې یې سپکې کړي.
امریکا به حتماً یوه ورځ د خپلې ماتې اعتراف کوي او له خپل ملت، له نړیوالې ټولنې او له ناټو به بښنه غواړي، چې ۱۷ کاله یې په داسې جگړه کې ښکېل کړي وو، چې د گټې یې هېڅ څرک نه لگېده؛ خو دوی بیا هم پر بریا ټینگار کاوه؛ نو امریکا باید دغه بښنه اوس وغواړي او له افغانستانه خپل پوځیان اوباسي.
د امریکا د پاتې کېدو په صورت کې افغانستان د سیمهییزو هېوادونو د نیابتي جگړې پر ډگر بدلېدونکی دی، چې ځینې پېښې اوس هم داسې کېږي چې مسوولیت یې هېڅ څوک نه مني او په دغه برخه کې د ملي یووالي حکومت دواړه مشرانو پوره ونډه اخیستې ده او مسوولیت دوی ته هم راجع کېږي.
نو امریکا باید له ټولې نړۍ بښنه وغواړي او د افغانستان روانه جگړه پای ته ورسوي. دغه جگړه د نویو جنرالانو په گمارلو نه گټل کېږي، بلکې نوره هم خونړۍ کېږي.



