پاکستاني هیک کرانو په اسلا م آباد کې د افغان سفیر او د هغه د معین ایمیلونه هیک کړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۵)

په پاکستان کې د افغانستان سفارت وایي چې پاکستاني هیکرانو یې د روانې میاشتې په اوږدو کې د فیسبوک حسابونه او ایمیلونه هیک کړي.

پاکستاني هیکرانو د افغان سفير ډاکتر عمر زاخېلوال فېسبوک او د هغه د مرستيال زردشت شمس ايمېل او د دو نورو کارمندانو اکاونټونه هک کړي دي.

هیک کرانو هڅه کړې د دوی د حسابونو د واک اخیستلو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ته د ملاتړ پیغامونه ولیږي او تر څنګ یې ځینې نورو کسانو ته هم ورته پیغامونه  واستوي تر څو په راتلونکي کې یاد غورځنګ ته د افغان حکومت د ملاتړ په تور ورته دوسیه جوړه کړي.
د افغان سفارت ځينو سرچينو بي بي سي ته ويلي چې دوى ته د ګوګل ادارې له خوا يو پيغام ورکړل شوى و چې پر ادرسونو يې د حکومت پلوه هکرانو له خوا بريدونه کېږي.

پژواک اژانس ویلي؛ دا ډول ايمېلونه د پاکستان د اطلاعاتو او قانون پخواني وزيران او د عوامي نېشنل ګوند مهمه غړې سناتوره مېرمن بشرى ګوهر ته هم لیګل شوي چې نوموړې د پاکستان له پارلمان څخه د ځانګړو څیړنو غوښتنه کړې

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button