دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

ملا! تاته يې وايم‎

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مې 26, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
403
ځلې شریک شوی
181
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 باهر حقپال

ای د حقې لارې لارویه!

واوره!

دا امکان نه لري چې حق دې ډګر ته را وتلی او څرګند شوی وي، خو باطل دې یې په مقابله کې نه وي دريدلای.

دا امکان نه لري چې د ريښتيا او نيکۍ غږ دې بدرګه شوی وي، خو ځواب کې دې یې دروغ او بدۍ نه وي را پورته شوي.

دا هم امکان نه لري چې د انسانيت د ژغورني تحریک دې په غوځښت راغلی وي، خو د دوی د ښکنځلو او تورنولو لپاره دې کومه پڅ فکره او وحشتپاله ډله نه وي ګمارل شوي.

زما وروره!

دا متضاد شيان هرو-مرو شتون لري، خو ترسره کونکي يې توپیر لري. ته چې ځان حق ته تسليم بولي دا متضاد او ټکر فکرونه به برداښتوي. دوی ته به نه ماتيږي او نه به د دوی د ماتولو په فکر کې خپل هدف له لاسه ورکوي. ځان هدف ته رسوه، همدا د دوی اتومات ماتيدل.

زما ورور‌ه! چانس مه ور کوه چې مسير دې ستا د هدف په له منځه وړلو سره ټکنی کړي. تا دې و ننګوي، خو هدف دې له ننګونو وژغوره. ته دې له منځه ولاړ شي خو له هدفه دې لاسونه تاوکړي لره.

زما داعي وروره…!

‌د حق او باطل معرکه چې کله هم را منځ ته کيږي، بنسټيز روش يې يو وي. هلته که زمانه بدله وي، که جغرافيايې چاپريال نوی منځ ته راغلی وي او که د لوبيدونکيو اشخاصو نومونه بدل وي؛ خو ټاکلی رول يې نه بدليږي.

د ورته پيښو په اړه ګڼې ډلې مخي ته راځي چې بيلا-بيل ډول رول لوبوي.

‌۱_ یوه ستاسي په څېر داسي سپيڅلې ډله وي چې کره حقې لارې ته لارښوونې کوي.

۲_ دویمه بیا داسي وي چې د حقې لارې د لارښود لارښوونو ته انعکاس ورکوي او د خلکو تر غوږو يې رسوي.

۳_ دریمه يې بیا له اخلاص سره د اختلاف رول لوبوي. دوی خبره اوري، خو ځيني يې بيخي فکر نه کوي، ځيني فکر هم کوي خو د پوهي او شعور له کمښت سره مخ وي چې له امله يې له داسي ذهني ګنګسيت سره مخ وي چې حقيقت يې پکې له لاسه ورکړي وي.

۴_څلورمه ډله تر اخرې حده سرکښه او داسي حق دښمنه وي چې خپلو ګټو، خپل منصب او د خپل عادت له مخي له پیله بیا تر پايه تعصب په مخه کړي وي او ورځ تر بلې يې له دريځه د حقې لارې مخالفت بهيږي.

۵_ پنځمه د ناتوانو عوامو ډله ده چې د معاشرې د لوړې طبقو د خلکو له لاسه داسي لاندي وي چې هېڅ زړوره پريکړه او فعال اقدام نشي ترسره کوای، بلکې فکر يې د دوی د فکرونو غلام وي، د دوی ښه ورته ښه او بد يې ورته بد ايسي.

داعي! ته نورو ته له پوره بيدارۍ سره-سره اخرې ډلې ته بيخي ځيرک اوسه. په سوشل ميډيا کې وينو چې فکرونه يې آن په معمولي ليکنه هم تر دومره اغيز لاندې راتلای شي چې خپلسرې پريکړه بيا نشي کوای. و مو ليدل چې ځيني ساده ګان په یوې خوږې خو له زهرو ډکې لکينې تېروتي دي او خپل دريځ يې ورته مات کړی. دوی باطل ته داسي چکچکې وهي ته وا د همدې لپاره زيږول شوي!!

همدا ستا د دښمن هدف دی چې فکرونه د ځان په ګټه وڅرخوي.

هو! دوی ستا په وژولو هومره نه يخيږي، څومره دې چې د مخالف فکره په روزلو يخيږي. دومره دې په له منځه وړلو نه خوښيږي، څومره دې چې د فکر په تېتولو خوښيږي.

زما ملا وروره…!

ته زموږ د ټولنې ريښتونی مربي يې. تا موږ په حق او ريښتونولی پيژنو. واوره! که د دعوت په لاره کې دې لوړې ژورې مخي ته نشوې. که دې د لارښونو د لړۍ په ډګر کې خنډونه او کګليچونه نه و کََرل شوي. که د هدف په ترلاسه کولو کې اغزن او له غنو ډک ماحول ته نه وي ننوتی. که د مسلک په لار کې پر لارشکونکیو او تيريګرو نه وي اوښتی. که د حق په راخپلولو کې د سپکاوي، تورنو، تکفیر، دروغګویۍ، تشدد او… د تورونو طوفان دې مخي ته نه و شريدلی. که دې د حقګویۍ په لاره کې د وژني پلان نه و ترتيب شوی؛ نو پوی شه چې لاره دې غلطه کړې، خپل هدف کې تېروتی يې. پوی شه چې »که این راه که تو میروی، به ترکستان است«. ستا اصلي لارښود محمد صلی الله عليه وسلم د نړۍ ستر داعي و. هغه ورته پيښې ګاللې دي. ته ورته بيدار اوسه. زړه مه ماتوه، بلکې د سترلارښود په مسير ګڼلو سره ځان ته ډاډ بښه او دا ستړي مزلونه په خواري کښو شيبو کې په مهارت را نغاړه.

ملا! مخالف دې مکار دی، خپلې بې کړنې پر تا در تپي. ستا وژنو ته بې دريغه کمپاينونه کوي. ستا نسل کشۍ پسي يې راخيستي. ملا! ايه آن په قتلونه يې وننګولي؟. ستا دريځ يې ندی در اشغال کړی؟. مسلک يې ډاکټري او يا ساينس وي خو په لاس کې يې د افتاء او قضاء مهر نيولی.

تا او ستا منبر ته يې کله درناوی کړی؟ کله يې په انسانيت تللی؟

که ريښتيا و وايم: دې خلکو ته ترور کړي. و يې شکنجلې. زنداني يې کړي. پښتنۍ حيا يې در لوټ کړه. خپله پريمانه کرکه يې درته وکرله. ستا په خلاف له وحشي امريکا سره يې لاسونه يو کړ. او…

خو ژوند هم له تا غواړي. ته يې له پړ کيدو سره-سره تر مړ کيدو و رسولي. لا هم دې نه پريږدي. په ډاګه يې که و وایم: دوی امريکنۍ پاليسۍ ته له ايمانۍ عقیدې او افغانۍ مينې، زيات درناوی لري؛ ځکه خو يې دشمنۍ پر افغانیت را څرښي.

ستا له دريځه قربان شم. خپل دريځ دې وساته. د باطل پر وړاندي غلی کيږه مه، کنه باطل به د حق په نوم تېر کړي. ځیرک اوسه، ځیرک اوسه او ځیرک اوسه!

زما طالبه وروره! مه پريږده چې د اصطلاحاتو په بدلون سره دې معنویات تر پښو لاندي کړي. بيدار شه! چې له وسيلې درته هدف ساز نکړي، کنه د هدف پرځای به دې وسيلې کې نښتی ساتي او هدف به دې له لاسه ورکړی وي.

زما د مسير ملګريه! د دوی د پوچو تبليغاتو او تورونه ځواب د توريو په ترتيبولو نه، بلکي د حق په عملي کولو و وايه.

دا هم ولولئ

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

ځان پر تقوی وپوښه، بس دوی مات دي. شرعي احکام د ژوند زينت وګرځوه، بس دوی پړ دي. اعلاء کلمة الله تبليغ کړه، بس د دوی فکرونه تېتيږي. مخالف فکره دې، په سالمه مباحثه قانع کړه، بس د دوی زړونه چوي.

زما عامي وروره! د دوی ژړاوې غرضي، اوښکې لباسي او پوسټونه کمپايني دي. ګوره چې خپله سادګي او صداقت مو د دوی پر چالاکۍ و نه غولوي. مکار او بيخي مکار دي. ځيرک اوسه، کنه تېر ايستلي به يې وئ.

مخکینې مطلب

پاکستاني هیک کرانو په اسلا م آباد کې د افغان سفیر او د هغه د معین ایمیلونه هیک کړي

بل مطلب

بې عنوانه

ځانګړي مطالب

افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com