(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۵) د غزني ولايت د اجرستان ولسوالۍ د ولسوال پلار او د يادې ولسوالۍ مربوط څوارلس پوليس طالبانو ته تسلیم شوي دي.
د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي چې د يادې ولسوالۍ د ولسوال (بسم الله خزانه دار) پلار له څوارلس عسکرو سره طالبانو ته تسليم شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، دغه کسان د د اسلامي امارت د (جلب او جذب کمېسيون) د مسئولينو له خپلو اووه ميله کلاشنکوفونو، یوې تفانچې سره طالبانو ته تسليم شول.
طالبانو ويلي، تسلیم شويو عسکرو ژمنه کړې چې له دې وروسته په حکومتي ادارو کې دندې نه کوي او خپل ژوند به غوره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د اجرستان ولسوالۍ طالبانو ونيوله او د يادې ولسوالۍ ولسوال له لسګونو عسکرو سره مرکز ته وتښتېد.
د طالبانو د الخندق عملياتو له پيل راهيسې لسګونه پوليسو د افغان پوځ ليکې پريښې، طالبانو ته ورغلي او يا هم تسليم شوي دي.


















