تبليغاتي جګړه او جعلي پېژندپاڼې

سرليکنه

امريکا په افغانستان کې جګړه پیل کړې، خپل پوځ او وسلې یې پر افغان ولس وازمايلې، پر افغان پوځ یې بې خرته ډالر مصرف کړل، خو د افغان ولس (طالبانو) په مقابل کې یې په هر سنګر کې ماتې وخوړه.

په هره غونډه کې یې امريکايي چارواکي په مستقيم او غير مستقيمه توګه د خپلې ماتې اعتراف هم کوي. دا یې ترټولو غوره اعتراف دی چې په افغانستان کې یې له طالبانو جګړه ونه ګټلاى شوه، اوس خپل او د ناټو نور پوځونه افغانستان ته رالېږي.

امريکا يواځې په افغانستان کې نه، بلکې پر کوم هېواد یې چې هراړخيز تېری کړی، په خپل هدف کې تر ناکامۍ وروسته یې تبليغاتي جګړه پیل کړې ده. تراوسه امريکا دا ثبوت نه لري چې په کوم هېواد کې یې په جګړه کې لاس بر شوی دى؛ تل یې ماتې خوړلې. د ماتې په صورت کې يي  بمبار کړی او زياته توجه یې تبليغاتو ته ورکړې ده.

تېره اونۍ په افغانستان کې د امريکا جنګي قوماندانۍ اعلان کړه چې په هلمند کې یې پنځوس طالبان وژلي دي.

 د امريکا هوايي پوځ هم خپله دا نه ده منلې چې موږ پنځوس طالبان وژلي دي، خو جګړه مارې قوماندانۍ یې په هلمند کې د پنځوس تنو طالبانو د وژلو خبر ورکړی و.

امريکا په افغانستان کې د جګړې له پیله ټول بمبار د جي. پي. اېس په معلوماتو کړی دی. خو اوس یې اعلان کړی چې په هلمند کې مو د جي. پي. اېس په معلوماتو د طالبانو پر غونډه راکټ ويشتلی دى او په لوړه کچه طالب مشران مو پکې وژلي دي.

 حال دا چې يواځې هلمند نه دی، امريکايي هوايي پوځ چې په افغانستان کې په تېرو ١٧ کلونو کې څومره بمبار کړی دی له جي. پي. اېسه یې معلومات ترلاسه کړي دي او ولسي وګړي یې پرې شهيدان کړي دي.

امريکا په افغانستان کې د تېر په نسبت تبليغاتو ته زياته توجه په دې وکړه چې په افغانستان کې د طالبانو بريدونه زيات او کامياب شول.

په دې خاطر چې په افغانستان کې د ټرمپ د نوې طرحي ناکامي پټه کړي، د افغانانو او نړيوالو توجه یې په هلمند کې د طالبانو جعلي وژنې ته ورواړوله، ولسي وګړي یې په طالب مشرانو ياد کړل.

په فراه او فارياب کې د طالبانو د مسلسلو بريدونو او فراه ولايت ته د طالبانو ورداخلېدو د سپينې ماڼۍ غوصه راوپاروله، چې څرنګه په افغانستان کې د ټرمپ د نوې طرحې په عملي کېدا، يانې پر طالبانو او ولسي وګړو د بمبار له امر سره سره، بيا هم طالبانو پرمختګ وکړ، خپلو تبليغاتو ته یې زياتوالى ورکړ.

د جګړې د ناکامۍ ترڅنګ یې د نوم ليکنې په مرکزونو کې امن هم کنترول نه کړاى شو. نوم ليکنه یې ټکنۍ څه چې له خنډ او ځنډ سره مخ شوه. په جعلي پېژندپاڼو یې لاس پورې کړ، چې افغان حکومت په هغې کې هم ناکام او رسوا شو.

 د لغمان په شمول په څلورو ولاياتو کې جعلي پېژندپاڼې ونيول شوې، څو د وکيلانو د غړيتوب شمير پرې زيات او د رايو اچولو پر مهال له جعلي پېژندپاڼو په استفادي سره خپلې رایې ورزياتې کړي.

د جګړې په سنګر کې تر ماتې وروسته، تبليغات او د نوم ليکنې تر خنډ او ځند وروسته جعلي پېژندپاڼې هغه څه دي چې امريکا او افغان حکومت ورته اړ شو. که داسې ونکړي، د څلوېښت سلنه خاورې کنټرول هم ترې روان دی، نور هم پرې ولس بې باوره کېږي – خو دا بې باوري په تبليغاتي جګړه او جعلي پېژندپاڼو نه شي راګرځولاى.

‎د بې کارۍ او ناامنيو له امله هره ورځ نږدي زر تنه ځوانان د نيمروز له ليارې ايران ته تښتي. دا د تيښتې بهير له يوې مياشتې راهيسې نور هم ګړندى شوی. آن د اوبو او برېښنا له وزيره نيولې د وزارت تر پياده پورې، ټول په تېښته دي، چې ارګ د ټول وزارت ممنوع الخروج اعلان کړل.

 په غزني او فارياب کې د جګړو او بمبار له امله بې ځايه شوې کورنۍ روژه ماتی هم نه لري، بې اسرې تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي.

په ولاياتو کې پر طالبانو د پوليس چارواکو لخوا د وسلو پلورل دومره زيات شول چې دمخه به یې يواځې وسلې پر طالبانو پلورلې، اوس پرې په پوستو کې البثه هم پلوري.

همدا او ځینې نور لاملونه دي چې افغان حکومت یې جعلي پېژندپاڼو چاپولو او امريکا یې په سنګر کې تر ماتې وروسته تبليغاتو ته اړه کړه. خو په ايټالیا کې چې سياسي بې ثباتۍ د يورو قيمت کم ارزښته کړ، دا ډول به د امريکا تبليغات او د حکومت جعلکاري ولس پر ځان دومره بې باوره کړي هغه رسنۍ چې اوس ورته تبليغات کوي مخ به ترې واړوي، ځکه حکومت اوس له رسنيو هم ټکس او ماليه غواړي او نوره یې د بې ثباتۍ له امله بېړۍ په ډوبېدو ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button