د ننګرهار وحشت

لیکوال: ابو محمد منصور حنیف

ََمَنْ اَعَانَا ظَالِمَا سلّطْهُ اللَّهُ عَلَيْه. ژباړه: څوک چې د ظالم مرسته وکړي الله به همدغه ظالم پرې مسلط کړي. دا چه فضل هادې مسلم یار د وحشي یرغلګرو امریکایانو څخه په شمول دانس حقانی د طالبانو د بندیانو د اعدام غوښتنه کوله او ده ته د غرب وحشت عدالت ښکاریده، خو نن خپله دی د امریکایي وحشت ښکار شو.

مسلم یار د هغې مور له فریاده څه خبر و چه له یوې خوا یې بې ګناه زوی په شل کاله بند محکوم شو خو ده په دې ظلم بسنه ونکړه، او د هغه داعدام غوښتنه یې کوله! د هغه مور فریاد سواء له الله بل چا نه اوریده، هغه الله چې دعا قبلوونکی دی، مسلمیار څه فکر کوې چې دی به د هغي مور آه او آزار نه یی وهلي؟ کومو کسانو چې تا یې د اعدام غوښتنه کوله، او تا ته د امریکایی ځناورو وحشت عدالت ښکاریده ، نن ستا کورنۍ د دې ځناور د وحشت شکار شوه.

په کار خو داسې وه چې نن مونږ ستا په غم باندی خوشحالي وکړو، ځکه تا د مظلومو بندیانو د اعدام غوښتنه کوله او د امریکا ددطاغوت فیصله تا ته د عدل فیصله بریښدله، خو د اسلامې دعوت طریقه دا نه ایجابوی، چې مونږ ستا د کورنۍ په غم باندې خوشحالی وکړو، مونږ ستا غم خپل غم بولو، مونږ ستا څخه د انتقام اخستلو هوډ نه لرو.

اوس هم سر دوخت ده چه نور له دې باطل صف څخه ځان جدا کړې او د اسلامې امت ځوانانو په قطار کې ودریږي، دکومو ځوانانو داعدام غوښتنه چې تا کوله، ځکه اشغال د ټولو ناخوالو زیږنده ده، چه نن ستا کورنۍ تري هم په آمن کې نه ده، او نن یې ته ثمره په خپلو سترګو ګورې، اوس هم سر د وخت ده او د غاصبو یرغلګرو پر خلاف د حق آواز بدرګه کړه، او د مشرانو جرګې له لارې د اشغال د پای ته رسولو غږ پورته کړه.

او په آخر کې د رحمان بابا دا شعر درته ډالۍ وي

کر دګلو کړه چه سیمه دګلزار شي
اغزی مه کره په پښو کې به دخار شي

ته چه بل په غشو ولی هسی پوهه شه
چه همدا غشي به ستا په لور ګوازر شي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button