هلمند: د ګرشک ولسوالۍ پر ودانۍ موټر بم برید شوی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۰)

 

د هلمند ځایي چارواکي وایي چې نن سهار د ګرشک ولسوالۍ د ولسوالۍ پر تعمیر موټربم برید شوی چې تلفات هم له ځانه سره لري.
د ګرشک ولسوال محمد سلیم روزي وایي؛ امنیتي ځواکونو بریدکونکی هدف ته تر رسیدو وړاندې په نښه کړی او د ولسوالۍ په ورودي دروازه کې انفجار رامنځته شوی.
روزي زیاتوي؛ په دې برید کې د دوی درۍ پولیس ټپیان شوي او نور کوم تلفات نه لري.
خو سیمیزې سرچینې بیا وایي، چې بریدګر د امنیتي ځواکونو یو غونډ په نښه کړی چې لسګونو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
تر اوسه د برید مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.
باید وویل شي چې چارواکي په هر برید کې هڅه کوي تر څو د امنیتي ځواکونو واقعي تلفات له رسنیو پټ وساتي چې دې کار د رسنیزو ټیمونو غبرګونونه هم راپارولي.

چارواکی وایي،  دوی ځکه له رسنیو مالومات پټ ساتي چې بیا یې د ځواکونو پر مرال ناوړه اغیز کوي

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button