(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۰)
د هلمند ولایت ځایي چارواکي وایي، چې افغان ځواکونو لسګونه جنایي بندیان د طالبانو له بنده خوشې کړي.
د هلمند د ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ ګډو ځواکونو د کجکي ولسوالۍ په ده بابا او سور کاریز سیمه کې د وسله والو طالبانو دوه زندانونه مات کړي او ۱۰۵ زندانیان یې چې د طالبانو له خوا په مختلفو جنایي جرایمو نیول شوي و، راخوشي کړي.
چارواکو د څلورو طالبانو د وژل کیدو ادعا هم کړې.
طالبانو د دې ادعا پخلی کړی او ویلي یې دي چې “تیره شپه امریکايي او ګوډاګیو عسکرو د هلمند ولایت کجکي ولسوالۍ دیبابا او سره کاریز سیمو کې په ۲ جنايي زندانونو باندې چاپه وهلی چې تر ۹۳ پورې جنايي بندیان چې په قتل، غلا، نیشو او نورو جرائمو تورن وو هغه يې له ځانه سره بیولي دي.
طالبانو ویلي چې په پیښه کې یې ملګرو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.
طالبانو همداراز ادعا کړې چې ګډو ځواکونو د سیمې یو کلنیک هم الوزولی دی.
سرچینې وایي؛. ګډځواکونه سیمې ته په الوتکو کې ورغلي و، چې په بمبارۍ کې یې یو طالب او یو ملکي کس وژلي او درۍ تنه نور ټپیان دي.
















