سکنډیناویه (Scandinavia) د جزيرې په شکل هغه سیمه ده چې د اروپا شمال لور ته پرته ده په دې سیمه کې اصلاً دا لاندې هیوادونه راځي: ډنمارك، ناروې، سویډن.

دې هیوادونو کې اوړي کې ورځ د شپې په نسبت څو برخې اوږده وي چې موجوده وخت کې یې ورځ 21 ساعتونو ته رسیږي، هلته له دې ستونزې سره بله هغه هم مله روانه ده او هغه د روژه مات او پشلمي وختونو په اړه د عالمانو مختلفې فتواوي دي.
څرنګه چې دې وروستیو وختونو کې دې سیمو ته مسلمان مهاجر ورزیات شوي دي نو د روژې د مهمو او ځانګړو وختونو په اړه فتواوي هم زیاتي شوې دي، په ټولیزه توګه د دې سیمو مسلمانان دې اوږدو روژو او مختلفو فتواوو سره زوریږي، دوی غواړي چې د عالمانو اختلافات کم او اقلا د روژې وختونو په اړه یوه خوله شي.
محمد او کیلان دوه ملګري او کاروباري شريکان دي د ناروې پلازميني اوسلو زړه کې یو تجارتي مرکز لري دوی د خپل تجارتي کار اداره او چلند ټوله ورځ په متفقه توګه پر مخ وړي، خو د روژه مات او پشلمي په اړه مخالف نظرونه لري، داراز د نورو مسلمانانو حالت هم دی.
اوسلو او د سکنډیناویه هیوادونو نورو ښارونو کې ډېر مسلمانان له دې ستونزو سره مخ دي، داراز له دې اختلاف سره نور موضوعات هم تړلي دي لکه د لمنځونو وختونه، په دې باره کې هم اختلافات شته.
ناویلي دې نه یې پاته چې د سکنډیناویه هیوادونو د روژې او لمنځونو په اړه د اسلامي نړۍ د متحدي علمي ادارې (رابطة العالم الاسلامي) د فقهي برخي ګڼ شمیر فتواوي شتون لري، د داسې مخالفتونو د له منځه وړلو لپاره د دې ادارې هره فتوی که وروستۍ او پریکنده خبره وګڼل شي مخالفتونه به طبعاً راکميږي.
















