شنبه, اپریل 25, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د ملت کور او د ملت استازو ته

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جون 2, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
189
ځلې شریک شوی
380
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

صلاح الدين ایوبي

د ولسي جرګې وکیلانو ته!!

دا هم ولولئ

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

 

درویش درانی صیب وايي:

چې نه بیا شي توره پورته او نه سر په وینو رنګ شي

بـــاداره دغه جنګ دې د وطـن اخـري جنګ شي

که زړونه سره ورکـړو او لاسـونه ســـره یوکـړو

دا کاڼـي به لعلـونه شي دا بـــوټي به لونګ شي

 

له هغه راهیسې چې خونخوارې امریکا زمونږ په مظلوم هیواد ظالمانه یرغل کړی دی ، زمونږ ازادي یې سلب کړې ده ، زمونږ ارضي تماميت ، دیني مقدسات ، ملکي قوانين او بشري حقوق یې راڅخه لوټلي دي ، زمونږ مکتب ، پوهنتون ، مسجد ، مدرسه ، روغتون ټول له بریدونو لاندې دي ، تر ټولو ستر ظلم لا  دا دی چې دې بربنډ ظلم او تیري ته لا هیڅوک ظلم او تیری نه وایي.

ولس په ډار او وحشت کې د ژوند دروند پيټی په اوګو اخسیتی هر قدم دژوند وروستی قدم ګڼي او هره ساه د ژوندانه پای.

دا جګړه بدمغزه او بدماشې امريکا پیل کړه ، نږدې شل کاله یې  افغان ولس بې دریغه له تیغ تیر کړ ، له ګران او خواږه افغانستان نه یې داسی جهنم جوړ کړ چې نه کلی په ارام دی او نه ښار ، نه یې خپله دروغجنه او مکرجنه جګړه وګټله او نه یې خپله رسوایی او شرمندګي پټه کړای شوه ، په دې ټولو ناخوالو کې هغه چارواکي هم پوره پوره مسؤل دي چې خپل برخليک یې په تیری ګرو پسې تړلی دی ، دخپلې شریني خاورې سند یی دامنیتي تړون شکل امریکا ته ورکړ.

جګړه لا هم روانه ده ، وینې لاهم تویيږي ، ملت لا هم وژل کیږي ، حتی چې اوس د خپل او بل توپیر هم نه پکې کیږی لکه مخکې ورځ چې ننګرهار کې ځانګړو ځواکونو په محلي پولیسو شپني عملیات تر سره کړل او اته نفره یی له تیغ تیر کړل.

له جګړې نه نور زموږ ملت ستړی شوی دی او دا جګړه راڅخه هره ورځ ځوانان وړي او هره ګړۍ څو کورنۍ د غم په ټغر کېښنوي ، دلته حالات ورځ تر بلې بحراني کیږي، که د جګړې هرې غاړې ته څوک وژل کیږي اکثریت قربانیان یې افغانان دي.

دوی دواړه خواوې، شاته بې سرپرسته افغانۍ کورنۍ او تنکي ماشومان یتیمان پریږدي ، که لږ په خپل ګریوانه کې سرښکته او فکر وکړو، په هیواد کې روان ناورین ډیر خونړۍ او ځورونکۍ دی.

مونږ هم وژل کیږو ، هم مو خپلواکي سلب شوی او هم مو ولس له ربړو او ناخوالو سره لاس او ګریوان دی ، دلته د اشغالګرو شتون مونږ ته له وژولو پرته نور هیڅ نه دي راکړي ، په تېرو ۱۷ کلونو کې هغه کوم وحشت او جنایت ؤ چې دغو اشغالګرو پر ومونږ و نه کړ ؟؟ د بې دینۍ، بې حیایۍ او بد مرغۍ د خپرولو هیڅ یوه موقع له لاسه نه ورکوي، دوی دلته امن په کامله توګه له منځه وړی او دا د بیزو بچیان اشغالګر امریکایان دلته په هیڅ یو ظلم صرفه نه کوي، دوی تر هغو د هیواد ترک کول نه غواړي، څو یې افغان دولت ملاتړ څخه لاس نه وي اخیستۍ او په زور ایستلو ته مجبور شوي نه وي.

دا نن چې دلته د دوی سلګونه نظامي او غیر نظامي مؤسسات د بیا رغونې په نوم فعالیتونه کوي دا ټولې د سي آی اې لخوا مختلف ګومارل شوی ماموریتونه دي ، د نصرانیت تبلیغ ، د بې دینۍ او بې حیایۍ ترویج، د قومی او نژادي توپیرونو را پارول، د هېواد تجزیه کول، د کانونو ، او نورو غني زیرمو لوټ او تالان او نور د دوئ هغه پلانونه دي چې غواړي افغانان پرې ذلیله او محتاج کړي.

نه پوهیږو دلته به ترکومه وژنې او ربړونې روانې وي ؟ ترکومه به زمونږ په وینو نړیوال لوبې کوي او زمونږ په جنګ کې به خپلې ګټې ترلاسه کوي ؟

او ترکومه به مو د هیواد استقلال د کفري اشغالګرو په لاس کې وي او دوی به پرې حاکم وي او ترکومه به زمونږ د مظلومو هیوادوالو سینې د بمونو او مرمیو خوراک وي ؟

که ووایو چې ټول طالبان دې ووژل شي بیا به جګړه پای ومومي دا هم امکان نلري او که ووایو د دولت ټول کارمندان او عسکر دې ووژل شي دا هم ناشونې ده

او که د امریکا په شتون کې د سولې نعره بدرګه کوو دا هم په سولې ملنډې وهل دي ځکه چې طالبان د اشغالګرو ځواکونو د وتلو، د اسلامي نظام د نفاذ او د هیواد ازادي لپاره جګړه کوي، نو ترڅو چې دلته صلیبیان وي په ضد به یې جګړه وي او که د اشغالګرو په شتون کې ټول طالبان هم راشي سوله وکړي او اسلحه پر ځمکه کیږدي خو ترڅو چې دوی موجود وي دا مرګونې جګړه به کراره نشي او نه به افغانان د امن او یوالي په ټغر کیني.

امریکایانو په بیلونونو ډالر او په زرګونو فوځیان ددې لپاره دلته نه دي خاورې کړي چې افغانستان پرمختګ وکړي او افغانان دې سوکالي او خپلواکي ترلاسه کړي بلکې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره یې مصرف کړي او د دوی ګټې د افغانستان دجګړې په دوام کې نغښتې دي .

دوی پوهیږي که افغانان سره متحد شي ، جنګ کرار شي او سوله منځ ته راشي ، د دوی ټول ارمانـونه او هیلـې به خاروې شي او هغه اهداف چې اوس یې په جنګ او اختلافاتو کې ترلاسه کوي تلف به شي او د هیڅ یو مسلمان احساس دا نه شي منلی .

هر یو د عقل او احساس څښتن پر دې پوهیږي چې امریکایان د شیطانت او رذالت په واسطه د سولې په نوم افغان ملت تېر باسي او د خپلې غلامۍ تر جغ لاندې یې را ولي، کله چې پرې خپله سلطه ټینګه کړي، نو بیا پرې خپلې ټولې غوښتنې مني.

نو د ګران او مظلوم افغانستان د ولسي جرګې څخه د یوه دردمن افغان په حیث هیله کوم چې ولس تاسو ته رایه درکړې او په تاسو یې باور کړئ او هیلې درپورې تړلې دي

لکه څنګه چې تاسو ډاډ من ژوند خوښوئ د خپلو بچیانو لپاره د ښه راتلونکۍ هيله لرئ داسې دا ولس هم ستاسو په څير کورنۍ او بچیان لري نور یې د هیلو د قتلولو مخه ونیسئ

ستاسو بچیان د نړۍ او هیواد په پر مختللو پوهنتونو او مکتبونو کې زده کړې کوي او په ښایسته محلونه کې اوسیږي مګر دا ولس د سر پټولو ځای هم  نلري او بچیان یې د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو په ارمان دي

تاسو په لیکسیسز او کروزرو موټرو کې ګرځۍ خو دا خوار او جنګ ځپلۍ ولس د لارې د کرایې روپی هم نلري، تاسو چې مریضان شئ د درملنې لپاره هند او نورو هیوادونو ته ځئ مګر دا ولس د ولایت ډاکټر ته هم روپۍ په سوال قرضه کوي،

نو د خدای په خاطر او ددې کونډو او یتیمانو په روی نور په دې مظلوم ولس رحم وکړئ نور يې د امریکا د ګټو لپاره مه قرباني کوئ که د اردو عسکر دی او که طالب، دواړه افغانان دي، ددوی په تنکیو ماشومانو رحم وکړئ

ددوی بچیان که صبا شوکې او فساد کوي هم مسؤلیت به یې زمونږ او ستاسو پر غاړه وي او که بې وسي يې نورو بداعمالو ته مجبوره وي هم مسؤلیت به مونږ او تاسو ته راجع وي ځکه دوی د نورو د هوس قرباني کیږي ، ددوی ارمانونه د پردیو شومو اهدافو لپاره زندۍ کیږي او ددوی د عزت جنازه مونږ او تاسو پخپلو لاسونو پورته کوو

نو احتراماً هیله درڅخه کوم چې نور ټوله ولسي جرګه د اشغال په خلاف غږ پورته کړئ او ولسمشر غني دیته مجبور کړئ چې د امریکایانو سره امنیتي تړون لغوه کړي او په نړیوالو فشار راوړئ چې امریکایان دې نور زمونږ هیواد نه د ځواکونو ایستلو لپاره مهال ویش وټاکي او افغانان دې پریږدي چې خپل برخلیک په خپله وټاکي.

تر څو سولې ته لاره هواره شي او جنګ ته بس ووایو.

نو هم به د تاریخ په پاڼو کې سر لوړي یاست او هم به افغان ولس ته تل پاتې خپلواک او سوله ایز افغانستان په میراث پریږدئ.

کنه په سترګو مو ولیدل چې دې جګړې زاړه له لاسه ورکړل او واړه پکې زاړه شول.

د تل پاتې سرلوړي، ازاد او سوله ایز افغانستان په هیله!

 

مخکینې مطلب

دبدر غزا

بل مطلب

د سکنډیناویه هیوادونو ۲۱ ساعته روژه او د فتواوو ستونزه

ځانګړي مطالب

افغانستان

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

بادغیس کې د پاڼ ښوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي او ۲ ټپیان دي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com