قطر: ایس ۴۰۰ مو د دفاعي ځواک برخه ده، عربستان دې بیځایه ګواښونه نه کوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۳)

وروسته تر هغه چې سعودي عربستان د فرانسې جمهور رئیس ته په یو لیک کې خبرداری ورکړ چې قطر یا د روسي ساخت اس۴۰۰ توغندي له پیرلو را وګرځوي یا به پرې دوی نظامي برید وکړي، د قطر یو پخواني پوځي مشر یې په داسې ټکو ځواب ویلی، چې سعودي یې د همیش لپاره نهیلی کړی دی.

د سعودي د ګواښ لا ۲۴ ساعته نه دي پوره، د «شاهین السلیطی» په نامه د قطر یو پخوانی پوځي مشر وایي، موږ له وړاندې اس ۴۰۰ توغندوییز سیستم ترلاسه کړی، هغه مو آزمایلی او ټولې چارې یې بشپړې شوې.
نوموړي زیاته کړه “ یواځې د ولیعهد محمدبن سلمان دخبرداري لپاره وایو، اس ۴۰۰ سیستم اوس زمونږ د هوایي دفاعي ځواک یوه برخه ګرځیدلې ”
السلیطي وایي، د سعودي ګواښ بیخي حیرانونکی دی، د خپل هیواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه ساتنه زمونږ خپل حق ده او دا چې هرڅه تر لاسه کوو دا مو هم مستقل حق دی او د هیڅ کوم دولت تر سیطرې لاندې ژوند نه کوو.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د فرانسې لوموند ورځپانې خبر ورکړی و ، چې سعودي عربستان قطر ته ګواښ کړی، که له روسیې څخه یې ایس400 ډوله توغندي ترلاسه کړل نظامي برید به پری وکړي، ورځپانې څرګنده کړې چې پاچا سلمان بن عبدالعزیز د فرانسې له ولسمشر ایمانول ماکرون نه غوښتنه کړې څو قطر د یادو توغندیو له پیر نه منع کړي ځکه ریاض یې د ځان لپاره تهدید بولي.
تیرکال په مسکو کې قطري سفیر «فهد بن محمد العطیه ویلي و، چې د اس ۴۰۰ توغندویز سیستم د اخیستلو پر سر خبرې یې په بریالیتوب سره مخته روانې دي او ښایي ژر دا معامله بشپړه کړي.

اس ۴۰۰ توغندویز سیستم د نړۍ په کچه تر ټولو بریالی سیستم بلل کیږي چې په هره څومره ارتفاع او چټکۍ کې د مقابل لوري تحرکات خنثا کولی او له منځه وړلی شي .

یاد سیستم د امریکا له پاترویت سیستم څخه چې سعودي یې هم لري څو چنده قوي شمیرل کیږي.

امریکا هم د دې سیستم په پیرودونکو هیوادونو فشارونه زیات کړي او هڅه کوي له دې معاملې یې را وګرځوي.

د دې سیستم هوکړه ترکیې هم له روسیې سره کړې چې د امریکا سخت مخالفتونه یې راپارولي دي.

د سعودي په مشرۍ څلورو عرب هیوادونو تیرکال له قطر سره خپلې دیپلوماتیکې، سیاسي ، تجارتي او آن فرهنګي اړیکې هم پرې کړې او په دې هیواد په ټولیزه توګه بندیزونه ولګول.
قطر اوس ټولې چارې پر هوایي ترانزیټ مخته وړي او د ځمکې یواځنۍ لار پرې سعودي تړلې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button