سعودي وليعهد د انالیټیکا په مرسته ولس اېل کوي

کامبریج انالیټیکا (Cambridge Analytica) یوه داسې کمپنۍ ده چې د یوه هیواد د ټاکنو یا د یوه واکمن د سلطې مزبوتولو په اړه معلومات راټولوي، هغه شني او تحلیل کوي وروسته مطلوب نتایج او پایلې ترلاسه کوي. دا یوه امریکایي کمپنۍ ده خو اصلاً د یوې برتانوي کمپنۍ (Group SCL) شاخ او فرعه ده.
د دې کمپنۍ له څښتنانو یو یې امریکایي تاجر او سیاستوال رابرټ میرسر هم دی چې د امریکا او نوري نړۍ مختلفو برخو کې یې د ټاکنو او نور 44 سیالیو کې مختلف خدمات وړاندې کړي دي. د دې کمپنۍ دفترونه په لندن، واشنګټن او نیویارک کې شتون لري.
امریکایي ورځپاڼه نیویارک ټايمز لیکي سعودي وليعهد محمد بن سلمان د مختلفو موخو لپاره له اصلي انالیټیکا ( Analytica) کمپنۍ نه مرسته ترلاسه کړې ده. او دا لکه د تېلو بیې لوړیدلو ستونزو او سعودي کې د بېکاري پراخه او مهمي ستونزي کنترولولو لپاره.
د (اس سي ال) کمپنۍ په دې لړ کې مختلفې پلټنې کړې دي، داراز یې د واکمني کورنۍ آل سعود په اړه د خلکو نظریات، مخالفتونه او کرکې معلومي کړې او څېړلې دي او د وروستیو بدلونونو په اړه یې مختلف معلومات رایوځای کړي او څېړلي دي او په دې لړ کې یې سعودي چارواکو ته مختلفې مشورې وړاندې کړې او هغوی عملي کړې دي.
ورځپاڼه زیاتوي 35 کاله وروسته سعودي کې د سینما پرانستلو اجازه او داراز ښځو ته د ډریوري اجازه ورکول د انالیټیکا کمپنۍ مشورې دي چې سعودي وليعهد په ډېره بیړه عملي کړې.
نوموړي کمپنۍ نه مختلفو وختونو کې ډېرو هیوادونو مرستې ترلاسه کړې دي لکه د اماراتو دولت د قطر پر خلاف هم له دې کمپنۍ کار اخیستی، داراز د اندونیزیا دولت هم داخلي شخړو کې له دې کمپنۍ کار اخلي. نیویارک ټايمز لیکي: د دې کمپنۍ د مشورو طرز میکاولي طرز دی او که اړتیا رامنځته کیدله د هټلر کړندود هم کاروي.
څرنګه چې سعودي وليعهد یو ځوان او داسې هیواد کې واک ته رسیدلی چې هلته په ټولیزه توګه د اسلامي نظام استحکام اوږد تاریخ لري، د نظر خاوندان فکر کوي ده ته به له غربي لارو خپل محافظه کار ولس اېل کول ډېر سخت وي او په دې لاره کې د هغه بریا او ماته به راتلونکی وخت روښانه کړي.



